تاند د لوړو زده کړو وزارت ومنله چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادان د ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.

 د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، مولوي معروف راسخ او ظاهر داعي د شرعیاتو پوهنځي استادان وو او له پوهنتونه دباندې نیول شوي دي، د نیولو د علت په اړه یې ملي امنیت ورته څه نه دي ویلي.

امین زیاته کړه، څو ورځې وشوې چې دواړه استادان ملي امنیت بیولي او د برخلیک په اړه یې دوی هم نه دي خبر

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې اوازه وه چې د کابل پوهنتون دغه دواړه استادان د افراطیت د ترویج په تور کابل پوهنتون کې نیول شوي دي، خو ملي امنیت یې لا هم په اړه څه نه دي ویلي.

مولوی معروف راسخ دوه کاله وړاندې هم داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *