تاند: حکومت هغو ولسوالیو ته په خدماتي او پراختیایي برخو کې ځانګړې پاملرنه کوي چې نوې تصفیه او د وسله والو له فعالیته پاکېږي.
په دې تړاو د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په مشرۍ ناسته کې پریکړه وشوه چې په یادو ولسوالیو کې به په دوو پړاوونو کې پروژې پلې او عملي کېږي.
لومړی پړاو یې بېړنۍ او لنډ مهاله پروژې او مرستې دي، چې تر تصفيې وروسته ډېر ژر اړمنو خلکو او سیمو ته وړاندې کېږي. په دوېم پړاو کې اوږدمهاله پروژې دي، چې د ستراتیژیکو او پراختیايي پلانونو په چوکاټ کې به تنظیم شي.
د امنیتي سکتور مشرتابه ناستې، چې نن د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، د پوځي ادارو ترڅنګ د کلیو پراختیا، پوهنې، کرنې او مالیې وزارتونو او د چارو ادارې عملیاتي واحد ته دنده وسپارله، چې په دې برخه کې له خپلې خوا مرستې او خدمات تیار او د اړتیا پر مهال یې سیمو ته ورسوي.
په ناسته کې د هیواد او کابل ښار دامنیتي حالت په اړه هم بحث وشو او امنیتي ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات او کوښښونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *