تاند: لیبیا کې د مهاجرو بندیانو پر یو کمپ هوايي برید کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د بندیانو کډوالو لپاره دا کمپ د طرابلس په ختیځ کې ودان و چې ټول ټال ۱۲۰ بندیان په کې ساتل کېدل.
چارواکو د برید پړه د لیبیا پر ملي ځواک اچولې چې د خلیفه حفتر په قومانده فعالیت کوي.
وژل شويو کډوالو کې زیاتره یې د افریقا اوسېدونکي دي چې د لیبیا د اوبو له لارې یې اروپا ته تېښته کوله خو ځواکونو نیولي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دې پېښه خپګان ښودلی او ټینګار یې کړی چې عام خلک باید په جګړه کې په نښه نه شي.
دا مهال د لیبیا د صدراعظم فیاض السراج پلوه ځواکونو او خلیفه حفتر د ملیشو تر منځ لیبیا کې سختې نښتې روانې دي.
