تاند: پاکستان د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید ته له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ دوسیه جوړه کړه.
د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې د حافظ سعید په ګډون لاهور، ګوجرانواله او ملتان کې د پنځو نورو ترهګرو ډلو د مشرانو د نیولو امر هم ورکړی دی.
په دغو ډلو کې د دعوت الارشاد ټرسټ، معاذ بن جبر ټرسټ، الانفال ټرسټ، المدینه فاوندیشن او الحمد ټرسټ شامل دي چې مشري یې په ترتیب سره د حافظ سعید، عبدالرحمان مکي، امیرحمزه، محمد یحیی او عزیز په غاړه ده.
په ټولو ذکر شویو کسانو تور لګول شوی چې دوی د خیریه بنسټونو په نوم ترهګرۍ ته وده ورکوي او پيسې ورته ټولوي.
ملګرو ملتونو او امریکا د حافظ سعید د ډلې په ګډون څو نورې ډلې تر دې وړاندې ترهګرې بللې وې او پر خلاف یې پاکستان نه د اقداماتو غوښتنه کړې وه.
