تاند: یوه تازه سروې ښيي چې امریکا کې د تېر ۲۰۱۸ کال پر مهال د نشه يي توکو د بې حده استعمال له کبله ۸۰ زره او اروپا کې ۸۲۰۰ کسان مړه شوي دي.
د یورپین ډرګ ایجنسي لخوا خپاره شوي راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله د نشو له کبله د خلکو د مرګ دا پېښې زیاتې شوي.
راپور زیاتوي، دغه شمېر کسان د اپین او کوکینو یا هیروینو د زیاتې کارونې له کبله مړه شوي چې د ۲۰ فیصده کسانو مرګ له ثبت څخه هم لا پاتې دی.
د راپور جوړوونکی جولیان ونسنیټ یاد شوی چې وايي د هیروینو نه جوړو شویو نشه يي توکو له کبله ۲۰۱۷ کال کې ۷۰ زره امریکایان مړه شوي وو،خو ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۸۰ زرو ته لوړ شوی دی.
جوریان ونسینټ زیاته کړې، دا مهال په اروپا کې اسیايي نشه یعني بنګ هم زیات کارېږي او د نشه یانو تر منځ یې کارونه په ډېرېدو ده.
دغه راز کوکین هم هغه مخدره توکي یاد شوي چې د څېړونکو په وینا اروپا کې یې کارونه زیاته کېږي.
راپور وايي، دا مهال اروپا او امریکا کې د نشه يي توکو پلورونکي خلک له نوې ټکنالوژۍ کار اخلي او خپل موبایل اپلیکیشنونه لري تر څو خلک ورسره په اسانه اړیکې ونیسي.
