تاند:افغان هوايي ځواکونو د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قومندان د هغه له پنځو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته پېښه تایید کړه او ویې ویل، د ملا فضل احمد هجرت په نوم دغه طالب قومندان نن پنجشنبه د شینډنډ په علي اباد کې په نښه شوی دی.
فرهاد زیاته کړه، ملا فضل چې په قومندان هجرت مشهور و، د طالبانو د لویو بریدونو، انسان تښتونې برخه کې لوی طراح او له همدې کبله خطرناک قومندان یادېده: (( ملا فضل په دې وروستیو کې د شینډنډ ولسوالۍ په کچه د طالبانو ټول تحرکات او فعالتیونه هم رهبري کول.))
دا په داسې حال کې ده چې هوايي ځواکونو تېره شاوخوا یوه میاشت کې د هرات پښتون زرغون، اوبې، ګلران، کشک کهنه کې ۶۰ طالبان وژلي او له ۵۰ د زیاتو ټپي کولو ادعا یې هم کړې ده.
