تاند: د بدخشان ولایتي اداره وايي، دا مهال د دې ولایت پر ۸۰ فیصده ولسوالیو طالبان حاکم دي.
د بدخشان والي ذکریا سودا وايي، طالبان همدا اوس له یو شمېر پراختیايي او د سړک جوړونې له پروژو خپل ځانته باج ټولوي.
نوموړی چې تازه د بدخشان والي ټاکل شوی وايي، دا مهال جرم ولسوالي ۸۰ سلنه طالبانو سره ده، دغه راز نوموړی د کوهستانونو په اړه هم وايي چې طالبانو په کې پر افغان ځواکونو درنې حملې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اوازه ده چې فواید عامې وزارت د بهارک او اشکاشم تر منځ د ۹۶ کېلو متره سړک جوړونې پروژه کې طالبانو ته ۳ میلیونه باج ورکړی دی.
بدخشان له چین، ترکمنستان، اوزبکستان او پاکستان سره د پولې لرلو له کبله په دې وروستیو کې د بهرنیو ترهګرو د ځالې په نوم یادېږي چې ویل کېږي له مودې راهیسې په کې داعش ډلې هم ځان لپاره د پښې لګولو ځای موندلی دی.
