تاند: د دوبۍ د امیر د مېرمنې له تښتېدو وروسته د شارجه د امیر شیخ سلطان بن محمد القاسمي دویم زوی او د هغه وليعهد، لندن  کې په مرموز مرګ مړ شوی دی.

 راپورونه وايي، ۳۹ کلن شیخ خالد د انګلستان په لندن ښار کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

 د لندن پولیس وايي، دوی ته خبر ورکول شوی و چې په یو کور کې له دېرش کلونو څخه د زیات عمر لرونکي سړی په ناڅاپي مرګ مړ شوی دی.

د لندن د میټرو پولیټن پولیس چارواکي وايي، په دې تړاو یې یو شمېر مشکوکو کسانو نه پلټنې هم پيل کړي، خو د دغو کسانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

شیخ خالد په لندن کې د قاسمي په نوم د کالیو برانډ درلود او له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې د فیشني توکو کاروبار درلود.

 د قاسمي کمپنۍ ویب سایټ کې د هغه په اړه راغلي، چې شیخ خالد اماراتو کې زېږېدلی، لندن کې یې زده کړې کړي دي او د پوهنتون سند یې هم په فیشن ډیزاین یا طراحۍ کې اخیستی دی.

 د شیخ خالد مړی انګلستان تازه عرب اماراتو ته د عدلي طب له څېړنو وروسته سپارلی او اماراتو کې یې په مرګ درې ورځې ماتم اعلان شوی دی.

د یادونې ده چې د شیخ خالد مشر ورور، شیخ محمد په ۱۹۹۹ کال د نشه یي درملو د زیاتې کارونې له کبله مړ شوی و.

د شارجه د دغه شهزاده مړی هم د انګلستان په ۳ ملیونه پاونډه ارزښت لرونکي کور کې پیدا شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *