تاند: له ډونالډ ټرمپ سره د کیم جونګ اون تر لنډه کۍ لیدنې څو ورځې وروسته شمالي کوریا بیا پر امریکا تور پورې کړی چې دغه هېواد د پیونګ یانګ پر وړاندې جارحانه اقداماتو ته اړولې ده.

 شمالي کوریا ویلي، واشنګټن پر پیونګ یانګ د بندیزونو لګولو شوقي دی او غواړي چې د شمالي کوریا امنیت ګډوډ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا  فرانسې، جرمني او انګلستان لخوا د ملګرو ملتونو ټولو غړو ته لیک استول شوی چې پر شمالي کوریا بندیزونه زیات کړي او کارګران یې له خپلو خپلو هېوادونو وباسي.

 خو شمالي کوریا بیا په دې اړه ملګرو ملتونو ته ګواښ کړی چې د امریکا په خوله دې د شمالي کوریا د امنیت ګډوډولو کې احتیاط نه کار واخلي.

 دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ او کیم جونګ اون د جون په ۳۰مه سویلي کوریا سره د شمالي کوریا په پوله وکتل او دواړو مشرانو په دغه لنډه کۍ لیدنه کې د اټومي لانجې په تړاو د مذاکراتي ټیمونو په تشکیل هوکړه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *