تاند:  د افغان کرکټ ملي لوبدلې کپتان وايي، که افغانستان تېز توپ اچوونکی ولري نړیوالو لوبو کې به له سیالو لوبډلو سره ښې لوبې وکړي.

کپتان ګلبدین نایب ویلي، افغانستان دا مهال د راشد خان او مجیب ځدراڼ په څېر سوکه توپ اچوونکي لري خو په وینا یې اړتیا ده چې افغانستان تېز توپ اچوونکي هم ولري، تر څو د  نړۍ غوره لوبډلې له ستونزو سره مخامخ کړای شي.

 نایب  زیاته کړې وروستیو دوه درې کلونو کې چې په ځانګړې توګه مجیب ځدراڼ لوبډلې ته راغلی، افغانستان برید کوونکي توپ اچونه کې په سپېن بالرانو تکیه زیاته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې سږني نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه هم ویسټ انډیز ته په ۲۳ منډو وبایلله.

ویسټ انډیز بیګا افغان لوبډلې ته ۳۱۱ منډې ټارګیټ ورکړ او ۶ لوبغاړي یې وسوځېدل، خو افغان لوبډلې په ۱۰ ویکټو ایله ۲۸۸ منډې جوړې کړای شوې.

افغانستان لپاره بیګانۍ لوبه کې اکرام علي خیل  ۸۶، رحمت شاه زرمتي ۶۲ او اصغر افغان ۴۰ له نورو زیاتې منډې وکړې.

په بالینګ لاین کې بیا افغانستان لپاره دولت ځدراڼ دوه، راشد او سعید شیرزاد ۱-۱ ویکټه واخیسته.

د افغانستان کرکټ لوبغاړي به له دې وروسته خپل هېواد ته راستنېږي خو داسې راپورونه دي چې کوچ فیل سیمنز به له لوبډلې سره مخه ښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *