تاند: قطر کې د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو له دوام سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، افغانستان کې نور د سولې د تامین وخت رارسېدلی دی.

پامپیو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت راوستو ته ژمنه ده.

 نوموړي زیاته کړې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان کې سوله تامین شي او واشنګټن د دغې سولې راوستو ته ژمن دی.

 دا په داسې حال کې ده  چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې د سرطان په ۸مه پيل شوې او لا هم روانې دي، چې طالب لوري په کې د زیاتو پرمختګونو ادعا کړې او ان د یوې هوکړې اټکل یې هم څرګند کړی دی.

دغه راز  ټاکل شوې چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې یوه ناسته هم پيل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *