د هلمند سنګین ولسوالي

تاند:د فاریاب روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر ودانۍ د توغنديو د لګېدو پېښه کې تر دې دمه ۹ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د فاریاب د پولیسو وایند کریم یورش وايي، برید نن سهار د جمعې د ورځې په میله هغه مهال شوی چې د ولسوالۍ خلک بازار ته په سوداګانو پسې راټول شوي وو.
نوموړی وايي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ښځې ، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري په کې شامل دي: (( ځینې ټپیان مرکزي روغتون ته رسول شوي خو د یو شمېر کسانو وضعیت خراب دی.))
بلخوا د فاریاب د عامې روغتیا رئیس نعیم مصمم وايي، د پېښې ۳۹ ټپیان ور وړل شوي چې یوه ښځه او درې ماشومان هم په کې شامل دی.
بلخوا طالب وسله والو ویلي، پر خواجه سبز پوش ولسوالۍ توغندیز برید کې دوی لاس نه لري.
فاریاب د شمال هغه ولایت دی چې د طالبانو حضور او فعالیت په کې پراخ بلل کېږي.

One thought on “پر خواجه سبز پوش ولسوالۍ توغندیز برید، ۹ مړه، ۳۹ ټپيان”
  1. Do these murderers believe any religion and do they expect to be forgiven by Allah(J)???
    I do not think so. These are wild and crazy people and the government is NOT capable to prevent these attacks. The national security director is traveling abroad with the president and doesn’t care about security issues. The government is not capable to prevent these attacks.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *