تاند: د نریندرا مودي په مشرۍ د هند نوي پارلمان د ۴۴۲ ملیارده ډالرو بودیجه وړاندې کړه او پوځي سکټور ته یې په کې ۸ سلنه بودیجه هم ورزیاته کړه.
د هند د مالیې وزیرې نرملا سیتارامن د بودیجې د اعلان پر مهال وویل، هند به راروانو پنځو کلونو کې تر امریکا او چین وروسته د نړۍ په کچه دریم ستر اقتصادي ځواک وي.
د هند د سږنۍ بودیجې ځانګړنې دا دي چې دفاعي سکټور ته یې ۸ سلنه بودیجه لوړه کړې ده، دغه راز د متقاعدینو لپاره هم ځانګړې اندازه په کې زیاته شوې، رافیل جنګي الوتکو او د ایس ۴۰۰ توغندیز سیټم اخیستو لپاره هم په کې پيسې بېلې شوي او پر دفاعي وسایلو ګمرکي محصولات هم ختم کړای شوي دی.
نوموړې ویلي، د هند اقتصادي وضعیت کې دېرش ملیارده ډالر ښه والی راغلی چې راتلونکو پنځو کلونو کې به دا ګراف ۵۰ ملیارده ډالرو ته لوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *