تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د سږ کال په وروستیو کې له ویست انډیز سره د لومړی ځل لپاره ټیستلوبه او څو نورې مسابقې وکړي.

په دې سیالیو کې، چې د افغانستان په کوربه توب د نوومبر په ۲۷ نېټه په هند کې کېږي، د ټیسلوبې ترڅنګ ۳ شل اوره او ۳ پنځوس اوره لوبې هم شاملې دي.

دواړه هیوادونه تراوسه پورې په ۱۰ نړیوالو سیالیو کې مخامخ شوي چې ۸ یې په ویست انډیز کې کړي دي.

د دغو سیالیو له منځه څلور افغانستان او ۵ ویسټ انډیز ګټلي دي.

افغانستان تراوسه پورې د خپل کرکټ په تاریخ کې دوې ټیسلوبې کړي؛ لومړۍ یې (په ۲۰۱۸ م کال) پر هند بایللې خو دوهمه یې (په ۲۰۱۹) له آیرلنډ څخه ګټلې ده.

په نوومبر کې له ویست انډیز سره تر سیالیو مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته ځي چې له دغه هیواد سره ټیسلوبه وکړي.

دغه راز د افغانستان ملي لوبډله به له زیمبابوې سره ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *