تاند: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد طالبانو سره د سولې د خبرو اووم پړاو تېرې شپږ ورځې له لاسته راوړنو ډکې بللې دي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې دا پړاو خبرو کې یې هم طالبانو سره پر څلورو مواردو افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو، افغانستان نه د ترهګریز ګواښ نه پېښېدلو تضمین، بین الافغاني مذاکراتو او اوربند راڅرخېدې چې د خلیلزاد په وینا ښه پرمختګ په کې شوی دی.
خلیلزاد هم د طالب ویاند سهیل شاهین د څرګندونو په دوام ویلي دي چې د اووم پړاو خبرو منځ کې یې د افغاني ناستې په خاطر دوه ورځې وقفه راوستې ده، خو ټینګار یې کړی چې د سولې هوکړې ته د رسېدو په لاره کې لا هم ځینې مهم کارونه پاتې دي.
خلیلزاد روښانه کړې نه ده چې هوکړې ته په رسېدو کې کوم کارونه نیمګړي پاتې دي؟ خو زیاته کړې یې ده اووم پړاو خبرې به له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د جولای په نهمه بیا پيل شي.
