تاند: څلور ورځې وشوې چې طالبانو د جوزجان قوش تېپې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده خو حکومت بېرته د دغې سقوط شوې ولسوالۍ د نیولو لپاره لا عملیات نه دي پيل کړي.
د جوزجان ولایتي شورا غړی عبدالحی حیات وایي، قوش تېپه کې د ولسوالۍ وداني او پوستې د طالبانو لاسته لوېدلی او هر څه ویجاړ شوي دي او اوس اړتیا ده چې طالبانو نه د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره پراخ عملیات وشي.
بلخوا د جوزجان ولایتی اداره که څه هم د قوش تېپې سقوط تاییدوي خو وايي قوش تېپې ته تازه دمي ځواکونه په لاره دي او ډېر ژر به دغلته د طالبانو پر ضد خپل عملیات پیل کړي.
د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق وايي، افغان کومانډو ځواکونو له درزاب ولسوالۍ څخه هم د قوش تېپې پر لور عملیات پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان بیا وايي، قوش تېپه کې لا هم جګړه روانه ده او دا ولسوالي سقوط شوې نه ده.
نوموړی وايي، قوش تېپه کې له طالبانو سره په جګړه بوختو امنیتي ځواکونو ته تازه دمي پوځیان ور رسېدلي دي او ژر به د طالبانو د شاته تمبولو عملیات پیل کړي.
د یادونې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د قوش تېپې د سقوط خبر ورکړ او زیاته یې کړه دغه ولسوالۍ کې یې ۷۸ امنیتي سرتېري نیولی اما بېرته یې له دې ډلې ۴۲ کسان خوشې کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *