تاند- فورډ کمپنۍ وايي چې تر ۲۰۲۰ پورې به د دې کمپنۍ نوي الیکترونیک موټرونه په یو وار چارج کېدو تر ۵۰۰ کیلومترو پورې مزل کولی شي.

فورډ د خپلو دغو موټرو لومړنۍ بېلګه تېر کال د امریکا د دیټرویټ ښار په نندارتون کې وښوده.

ویل کېږي چې ښايي فورډ تر ۲۰۲۰ پورې د خپلو الیکترونیک موټرو د چارج ظرفیت نور هم زیات کړي او په یو وار چارج کېدو یې د ۶۰۰ کیلومتره مزل جوګه کړي.

فورډ یوازینۍ کمپنۍ نه ده چې د خپلو الیکترونیک موټرو د چارج د ظرفیت د لوړولو په لټه کې ده. جګوار هم وايي چې دې ته ورته پروګرام لري او تر راتلونکي کال پورې به یې عملي کړي.

اوس یوازې د ټیسلا الیکترونیک موټر بېټرۍ تر ۵۰۰ کیلومتره پورې کار کولی شي.

د دې لپاره چې په ګڼو هیوادونو کې الیکترونیک موټرو ته امتیازونه په پام کې نیول کېږي، د دې ډول موټرو پېرودونکي مخ په زیاتېدو دي او له همدې کبله ډېرې کمپنۍ هڅه کوي چې د خپلو الیکترونیک موټرو د بېټریو قوت زیات کړي.

مرسډیس بینز، اوډي، هایونډای، کیا او د څو نورو موټرونو په اړه ویل شوي چې د خپلو الیکترونیک موټرو د بېټریو د چارچ پر زیاتولو کار کوي.

د دغو موټرو بېټرۍ اوس په یو وار چارج کېدو له ۳۲۰ کیلومترو تر ۴۲۰ کیلومترو پورې کار کوي.

په ګڼو لویو ښارونو کې د دې لپاره چې الیکترونیک موټر هوا نه خرابوي، پارکینګ وړیا دی او په یو شمېر ځایونو کې، چې د تېلو موټرو ته پکې د درېدو اجازه نشته، دغو موټرو ته د درېدو اجازه ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *