ارشیف

دا خبر بیا بیا تازه کیږي

تاند- وسله وال طالبان وايي چې د غزني ښار په لومړۍ حوزه کې یې د ملي امنیت د ځواکونو پر کنډک برید کړی او په ترڅ کې یې لسګونه استخباراتي کارکوونکي وژلي دي.

دولتي چارواکي په حمله کې د ملي امنیتي د استخباراتي ځواکونو وژل کېدا تاییدوي خو وايي چې د حملې د قربانیانو لوی اکثریت د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي دی. د چارواکو په وینا په دې انتحاري برید کې، چې د موټربم په وسیله وشو، ۱۲ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ژوبل دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا وايي چې په دې پېښه کې ۷۲ ټپیان شوي چې اکثریت یې د ښوونځي زده کوونکي دي.

ده د وژل شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویل.

خو د غزني امنیتي چارواکي وايي چې په دې برید کې ۱۲ تنه ملکیان او امنیتي کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. دوی هم تاییدوي چې اکثره مرګ ژوبله د ښوونتځي زده کوونکو ته اوښتې ده.

په غزني کې انتخابري برید لسکونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند- په غزني ښار کې نن /یکشنبه/ سهار په یوه انتحاري برید کې د ملي امنیت ۸ غړي او ۴ ملکیان ووژل شول.

د چارواکو په وینا په دې برید کې تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي چې اکثره ټپیان ملکي وګړي دي.

شاهدان وايي چې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د جمعې په ورځ د غزني ښار پر محمدیه جومات د حملې مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

د محمدیه جومات په حمله کې ۴ تنه ووژل شول او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شول.

تېره اوونۍ (جولای ۱) په کابل په یوه ډله ییز برید کې، چې ۵ انتحاریانو پکې برخه لرله، د ښوونځي په لسګونه ماشومان مړه او ژوبل شول.

د کابل د برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي، د غزني ښار د انتحاري برید هدف ظاهراً د غزني ښار په لومړۍ حوزه کې د ملي امنیت د ځواکونو یو کنډک و.

د ده په وینا دا برید په یوه موټر کې د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو په وسیله شوی دی.

په غزني کې دا برید داسې وخت شوی چې له کابل څخه د څه باندې ۵۰ تنو په ګډون یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *