تاند: سوریه کې پر یو کلي د ایتلافي ځواکونو برید کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.
راپور وايي، د ادلیب په ماهیمبیل کلی کې د بشارالاسد پلوه ځواکونو او ایتلاف په ګډه بمبارۍ کې د ۷ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.
سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار استازی وايي، ادلیب کې دا مهال خونړۍ جګړه هم روانه ده او له ۴ میاشتو راهیسې ۵۲۰ ملکیان وژل شوي.
دا مهال ایتلافي ځواکونه د داعش ډلې د وروستۍ ځالې ادلیب له ډیرو سیمو څخه ۸ کاله وروسته د جنګیالیو په ایستلو توانېدلي،خو یو شمېر سیمو کې لا هم داعشیان پاتې دي.
سوریه کې له ۲۰۱۱ راهیسې چې کورنۍ جګړه پيل شوې تر دې دمه په کې ۳ لکه او ۷۰ زره کسان وژل شوي او سلګونه زره کورنۍ کډوالۍ ته مجبورې شوې دي.