تاندـ دوهم تعقیب: د غزني ښار په شامیر سیمه کې د طالبانو له لوري د نن /یکشنبه) د ټونس موټر په بمي برید کې د مړو شمېر ۶ او د ټپیانو شمېر ۱۷۷ تنو ته لوړ شو.

طالبانو نن سهار اته نیمې بجې د ښار د شپږمې حوزې په شامیر سیمه کې د ملي امنیت پر ودانۍ موټر بمي برید وکړ.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، په پېښه کې د ملي امنیت ۲سرتېري او ۴ ملکیان وژل شوي او ۱۷۷ نور ټپيان دي.

نوري زیاته کړه په پېښه کې ۹ ټپيان د ملي امنیت سرتېري دي او نور ټول د ښوونځي زده کوونکي، ښځې او ملکیان دي چې له منځه یې د ۲۰ کسانو روغتیايی وضعیت نازک دی.

له بلې خوا د غزني د عامې روغتیا رئيس بازمحمد شیرزاد وايي، د برید له ځایه تر اوسه ولایتي روغتون ته ۱۴۹ ټپيان وروړل شوي دي.

برید د افغان رحمتي په نوم یو خصوصي ښوونځي ته نږدې شوی دی چې د کورونو او دوکانونو په منځ کې موقعیت لري.
دغه زورور موټر بم برید شاوخوا کورونو او دوکانونو ته هم زیان اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ