تاند: د کابل ښار کې د کوڅه ډبو سپیانو د شنډولو دویم پړاو کمپاین پیل شو.
کابل ښاروالي وایي، د دې پروګرام لومړی پړاو په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوی و چې هغه مهال یې د کمپاین په ترڅ کې لیوني سپي واکسینول خو دا وار غواړي د ښار لس زره کوڅه ډبې سپۍ شنډې کړي او په دې تړاو یې تېره اوونۍ د کابل ښار د حیواناتو د نسل د کنټرول مرکز کې پر یوه سپۍ بریالي جراحي عملیات هم کړي دي
کابل ښاروالۍ په دې اړه تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، د کوڅه ډبو سپیانو د شنډولو کمپاین کې ورسره کرنې وزارت، روغتیا وزارت او مهیو اینیمل هوم موسسه مرسته کوي.
د کابل ښاروال ذکي سرفراز د کمپاین د پیل مراسمو کې وویل، د کوڅه ډبو سپیو د نسل کنټرول پخوا یو جدي ګواښ و، خو له دوه کلونو راهیسې د مهیو اینیمل هوم موسسې په مرسته دې برخه کې پراخ او له تجربو ډک ګامونه اخیستل شوي دي چې ورسره کابل کې د لنډمهاله کمپاینونو پر مهال ۱۶ ناحیو کې ۷۰ سلنه کوڅه ډبو سپیو ته د سپيانو د لیونتوب ضد واکسین شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالي چمتو ده چې د کرنې وزارت، عامې روغتیا وزارت، وترنرۍ پوهنځي او مهیو اینیمل موسسې په مرسته ښار کې لس زره سپۍ (مؤنث سپي) شنډې کړي تر څو د کوڅه ډبو سپیو نسل ورسره کم شي
