مایک پامپیو

تاند: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د دوه ورځنۍ غونډې د جوړېدو هرکلی کړی دی.

پامپيو نن یکشنبه د دوحې له افغاني غونډې سره هم مهاله ویلي، له ډېر وخت راهیسې یې د دغسې یوې غونډې د جوړېدو  تمه لرله او اوس خوشاله دی چې دولتي چارواکي، ښځې، مدني فعالان او طالبان ټول سره په یو مېز ناست دي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکایان هم باید خوشاله شي چې افغانان بالاخره په خپلو کې سره کېناستل او د جګړې د ختمولو او غوره راتلونکې په اړه سره بحثونه پيلوي.

د قطر د بین الافغاني غونډه نن یکشنبه د سرطان په ۱۶مه د الماني بنسټ برګوف لخوا جوړه شوه چې جرمني او قطر یې په ګډه کوربه توب پر غاړه لري.

تاند ته د رسېدلي لیست له مخې له افغانستان څخه دې غونډې ته جمیله افغاني، ارشاد احمدي، شهرزاد اکبر، ماري اکرمي، جمال الدین بدر، عنایت الله بلیغ، متین بیک، حاجي دین محمد، فرهاد الله فرهاد، قربان علي فصیحي، حامد ګیلاني، عبدالقهار حکیمي، انارکلي هنریار، لیلی جعفري، حیات الله جواد، هادي معرفت، زینب مؤحد، سید منصور نادري، احمد نادر نادري، شهزاده نادر نعیم، لطف الله نجفي زاده، خالد نور، عبدالسلام ضعیف، عبدالله قرلق، عبدالهادي رفیعي، شاه ګل رضايي، عطاالرحمن سلیم، عزیزه وطنوال، عمر زاخیلوال، عبدالقدوس عبدالله، عبدالرحیم بادشاه میر، غیرت بهیر، حکمت کرزی، شفیع الله نورستانی، صدیق الله توحیدي، محمد صالح سلجوقي، حبیبه سرابي، محی الدین مهدي، فوزیه کوفي، رنګین دادفر سپنتا، امین الله مظفري، انوارالحق احدي، عبدالناصر، اصیله وردګ، باتور دوستم، شهاب الدین دلاور، عبدالسلام حنفي، دین محمد حنیف، خیرالله خیرخواه، ضیاالرحمن مدني، عبداللطیف منصور، مطیع الحق، محمد نعیم، نجیب الله، نورالله نوري ورغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *