تاند – د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د وروستیو شلو کالونو او په ځانګړې توګه د ۲۰۰۱ د سپتمر د ۱۱مې له پېښې راهیسې تر وروستیو میاشتو پورې د افغان اورپکو د پېر او پلور له لارې ۷۵ زره میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.
ویل کيږي چې په دې کې هغه پیسې هم شاملې دي چې یادې ادارې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو د ځپلو او خرڅولو له لارې ترلاسه کړي دي.
د پښتون ولسي تحریک مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي ډاکتر سید عالم مسید امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان پوځ او دولت دا پیسې په نغد ډول، د غربي هېوادونو له خوا د پورونو د معافولو او په پاکستان د بهرنیو هېوادونو او نړۍ والو مالي ادارو په پورونو د لګېدلي سود د راکمولو له لارې د دغه هېواد د واکمنو بانکي حسابونو ته تللي دي.
ویل کیږي چې له دغو ۷۵ میلیارده ډالرو څخه ډېره کمه اندازه پیسې د پاکستان ملکي بودجې ته ورکول شوي، او داسې ښکاري چې ډېره برخه یې د پوځي او استخباراتي واکمنو جېبونو او بانکي حسابونو ته لوېدلي دي.
تحلیلګران وایي چې پاکستان له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د جهاد په نامه د افغان اورپکو د استعمال له لارې له غربي نړۍ څخه په میلیاردونو ډالر نغدې پیسې، وسلې او امکانات ترلاسه کړي او لا هم خپل دغه بزنس ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې په وروستیو دوه لسیزو کې د ملګرو ملتونو په مرسته د جوړ شوي نظام تومنه د ۱۹۹۰مو کالونو په څېر یو ځل بیا ورانه کړي.
بس نو په چایې منې چې اوسړیه فکر وکړه دغه پاکستان دوست نه دی او نه یې د خدای د رضا لپاره ځای درکړی، بس خپل وطن دې درباندې ورانوي