تاند: د کرنې وزارت په هرات کې پر انفلوینزا ځپلیو فارم دارانو ۷۵ زره چرګان وویشل.

د کرنې وزارت په دې اړه تاند ته په یوه را استولې خبرپاڼه کې وایي، څه موده مخکې په ۱۳۹۷ کال کې ورته فارم لرونکو د انفلوینزا له کبله شکایت کړی وو چې چرګان یې ورته وژلي دي، ځکه نو وزارت په دې تړاو له فارم دارانو سره کړې وعده پوره کړه.

خبرپاڼه زیاتوي، دا ۷۵ زره چرګان لا پخوا د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام ته تسلیم شوي وو خو د تدارکاتي پړاوونو له ترسره کولو وروسته ایله اوس فارم لرونکو ته تسلیم کړای شول.

هرات کې د ۱۳۹۶ کال په اخر او د ۱۳۹۷ کال په لومړیو کې د انفلوینزا ناروغۍ د خپرېدو له کبله د فارم دارانو لوی شمېر چرګان مړه شول.

هغه مهال د کرنې وزارت وویل، دا ویروس له ایرانه افغانستان ته را لېږدول شوی او له همدې کبله یې هیواد ته د ایراني چرګانو واردات هم بند اعلان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *