تاند- په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په لومړۍ ورځ (یکشنبه – جولای ۷) طالبانو وویل چې دوی غواړي په واک کې شامل وي.
د غونډې ځینې برخوال وايي، طالبانو دا خبره د دوحې په بین الافغاني غونډه کې د بحثونو په مهال وکړه.
په دې غونډه کې له کابل څخه د تللي پلاوي ځینو غړیو وویل چې طالبان د قدرت د انحصار په فکر کې نه دي خو غواړي چې د قدرت برخه وي.
دوی دغه راز دا غونډه رغنده او ګټوره وبلله او ویې ویل چې د دواړو خواوو برخوالو په خپلو ویناوو کې منطقي وړاندیزونه لرل.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین د لومړۍ ورځې له غونډې وروسته وویل«دا ډول خبرې افغانان سره نژدې کوي او د افغانستان د مسلې د حل او سولې لپاره ګټورې دي.»

د اسلامي حزب یوه مشر او له کابل څخه دوحې ته د تللي پلاوي غړي غیرت بهیر وویل، د طالبانو استازو له خبرو ورته څرګنده شوه چې هغوی د واک د انحصار په فکر کې نه دي بلکې غواړي چې له نورو افغانانو سره په قدرت کې شریک واوسي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوڅل د نننۍ غونډې په پیل کې وویل، له کلونو وروسته باید په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي. تاریخ به هغه کسان په خپله حافظه کې وساتي چې د خپل هیواد په خاطر اختلافاتو ته شا واړوي.
ده زیاته کړه«افغانستان د دې لایق دی چې سوله ولري؛ داسې سوله چې د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو او اقلیتونو حقونه پکې خوندي وي.»
په قطر کې د افغانانو ترمنځ د غونډې له پرانستل کېدو سره په یو وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دې غونډې هرکلی وکړ او ویې ویل، له ډېرې مودې راهیسې یې د داسې غونډې تمه لرله او اوس خوښ دی چې دولتي چارواکي، ښځې، مدني فعالان او طالبان ټول سره یوه مېز ته ناست دي.
ده همداراز ویلي، امریکایان هم باید خوشاله شي چې افغانان بالاخره په خپل منځ کې سره کښېناستل او د جګړې د ختمولو او غوره راتلونکې په اړه سره بحثونه پيلوي.