لیکنه : محمدآغا (ابراهیم خیل)

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې د کابل ښار ګڼه ګوڼه د پلازمینې په کچه یوه ستره غمیزه ده؛ زمونږ هیوادوال له کلونو، کلونو را پدېخوا له دې ستونزې سره لاس او پنجې نرموي. او ان تر دې چې په ( ۲۰۱۸م) کال کې کابل د نړۍ تر ټولو ناولو پلازمینو په کتار کې لومړی ځای خپل کړ.

د هیواد ناخوالو، جګړو او بدبختیو زمونږ د لرې پرتو سیمو هیوادوال دې ته اړ کړی چې خپل پلرنی ټاټوبی پریږدي او کابل ته کډه په سر شی چې دا خپله د دې ګڼه ګوڼې اصلی لامل دی؛ ځکه کابل ښار او ښاروالی دومره امکانات نه لري چې ټولو ښارمیشتو ته اسانتیاوې برابرې کړی.پر ښاري ټرانسپورټ سر بیره په کابل کې داسې لږې کورنۍ شته، چې شخصي موټر ونه لري له دې کبله هم ورځ تر بلې په څلورلارو کې ګڼه ګوڼه ډېره او کابل میشتی له ستونزو سره مخامخ دي.

د ټرافیکو ریاست خبر ورکړی چې اوس مهال په پلازمینه کابل کې په متوسط ډول د ورځې اته لکه (۸۰۰۰۰۰) ګرځنده وسایل تګ را تګ کوي. د نوموړی ریاست په وینا د کابل سړکونه او څلور لارې د دې شمیر وسایطو د تګ راتګ لپاره ظرفیت نه لري.

کابل ښاروالۍ د نوې هڅې په ترځ کې په داسې یوې طرحې کار پیل کړی چې په پایله کې به یې ګوندې د ښار ګڼه ګڼونه تر یوه بریده را ټیټه او د ښار میشتو ستونزې به تر ډیره اوارې شي. څلور لارې یې په ښایسته ګلونو سمبال کړی د پیرکي په څیر ګلدانونو د څلور لارو په منځ کې دغو سیمو ته نوره هم ښکلا ورکړې. تر ډيره بریده مثبتې هم ثابت شوې.

خو همدغو ګلدانونو بیا په ځینو برخو کې ستونزې زيږولی؛ د مثال په ډول د برکی څلور لارې چې د پلازمینې یوه ستره او ترانزیتی څلورلاره ده اوس د ټرافیکو ګڼه ګوڼه تر بل هر وخته دلته ډېره ده؛ او په ساعتونو،ساعتونو موټر تم وی، ښارمیشتی او هغه څوک چې په دې څلورلارې تګ را تګ کوی د موټرو ګڼه ګوڼې سپوږمو ته راوستلی. ناروغان په موټرو کې د روغتون په تمه مړه شی، دولتی او خصوصی مامورین مو دندو ته په وخت نشی رسېدلای، ان ځینی خو په ورځو،ورځو له دندو پاتې شي، محصلین او زده کوونکی په ښوونځیو او پوهنتونو کې غیر حاضریږی.!

له دولت او چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې دې ستونزې ته د حل لار وګوری تر څو د کابل اوسېدونکی او ښاریان خپل ورځنی ژوند په سمه توګه پر مخ وېسی.!

په ټوله کې د ښاروالۍ د مسؤولینو او د ترافیکو ریاست د کارکوونکو هڅې او زیار د ستایلو وړ دی؛ تمې مو ترې ډېرې دی ځکه هیواد کار او زیار ته اړتیا لری همدارنګه وړ کدرونو او ځوان استعدادنو ته موقع ورکول هیواد ښېرازۍ او آبادۍ خواته بیایی.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *