سېف دي چلدرن

تاند: د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا سیف دي چلډرن موسسې د غزني د برید او په غور کې د ۶ ماشومانو د وژنې په غبرګون له وسله والو ډلو غوښتي چې د ماشومانو وژنه ودروي.

وسله والو طالبانو په غزني کې پرون (یکشنبه) د ملي امنیت په یوه حوزه برید وکړ چې ورسره نږدې د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکي هم ټپيان شول.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې برید کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي چې لسګونه په کې د ښوونځي زده کوونکي ماشومان دي.

سیف دي چلډرن موسسه وايي، په دې برید کې ډېر شمېر ماشومانو په سر، غاړه او سینه ټپونه خوړلي دي او ډاکټرانو هم ورته ویلي دي چې د ګڼو ټپي ماشومانو وضعیت نازک دی.

سیف دي چلدرن دغه راز ویلي چې په غور کې هم یوې بمي چاودنې ۶ ماشومان وژلي دي چې د دوی اندېښنه یې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه زیاته کړې ده.

د سیف دي چلډرن مسوول اونو ون منون وايي، ښکېلې غاړې دې ښوونځیو ته نږدې بریدونه بس کړي، ځکه ماشومان جګړې ته نه دي بلل شوي او پکار نه ده چې د جګړې بیه پرې کړي.

One thought on “سیف دي چلډرن: ښوونځیو ته نږدې بریدونه مه کوئ”
  1. د ماشومانو وژنه بنده کی
    خو
    د ښځو او ځوانانو او بوډاګانو وژنه زموږ د برنامی یوه مهمه برخه ده
    پورته خاموش پیغام د نړیوال امپرالیزم له کړغیړن ستونی څخه راوتلی یو پیغام دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *