تاند- د بریتانیا هوايي شرکت (بریتش اییروېز) د خپلو مسافرو د شخصي معلوماتو په خوندی کولو کې د پاتې راتلو له کبله ۲۳۰ ملیون ډالره جریمه کېږي.

د سي این این د راپور له مخې، دا د یوه هوايي شرکت لپاره بې سارې (ریکارډ) جریمه ده.

دا جریمه د مسافرو د معلوماتو د خوندي ساتلو په اړه د هغه قانون د سرغړونې په خاطر ده چې تېر کال اروپايي اتحادیې تصویب کړ.

ویل شوي چې د تېر (۲۰۱۸) له جون څخه تراوسه پورې د بریټش اییروېز د ۵ لکه مسافرو په اړه معلومات د دې هوايي شرکت له ویبپاڼې اخیستل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *