تاند- د دوحې د بین الافغاني غونډې برخوالو د اعتماد رامنځته کېدو لپاره د زړو، معیوبو او ناروغو بندیانو پر خلاصون او د ټولګټو تاسیساتو د ساتنې ژمنې وکړې.
د سولې لپاره د دوحې د بین الافغاني کنفرانس برخوالو د خپلې دوه ورځینۍ غونډې په پای کې یو ګډ پرېکړه لیک خپور کړ.
دوی د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د قطر او جرمني د حکومتونو له لوري د شرایطو د برابرولو په خاطر مننه کړې، او ملګري ملتونه او ګاونډي هیوادونه یې په دې ستایلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د سولې د خبرو زمینه برابره کړې ده.
د دوحې د غونډې افغان برخوالو تایید کړې چې خبرې او تفاهم د افغانستان د نن او سبا په اړه د ګډ پوهاوي له رامنځته تګ سره مرسته کوي او د خنډونو له لېرې کېدو سره کومک کولی شي.
دوی په خپل پرېکړه لیک کې د ۸ مادو یادونه کړې چې موافقه یې پرې کړې ده.
د پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې ویل شوي چې د دوحې د دوه ورځینۍ غونډې ټول برخوال په دې پوره سلا دي چې دایمي، عمومي او عزتمنه سوله د ټولشموله افغاني مذاکراتو په نتیجه کې ممکنه ده.
دوی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ او یو وشان کور بللی، د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي یووالي او مځکنۍ بشپړتیا یې ټینګار کړی دی.
د دوحې د غونډې برخوالو د اسلامي نظام د حاکمیت، ټولنیز او سیاسي عدالت د یادونې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هیوادونو غوښتي چې د افغانانو ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.
دوی د دایمي سولې د ټینګښت لپاره له ښکېلو خواوو غوښتي چې په خپلو رسمي ویناوو او اعلامیو کې د جنګ غوښتونکو، غچ اخیستونکو او ګواښونکو الفاظو د کارولو پر ځای له نرمې او پستې ژبې کار واخلي.
دوی په قطر کې د امریکا او طالبانو د روانو خبرو ملاتړ کړی او هغه یې د افغانستان د «تحمیلي» جګړې د پای ته رسېدا لپاره ګټورې بللي دي.
د دوحې دوه ورځینۍ بین الافغاني غونډې- چې د یکشنبې په ورځ پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده- د ټولو زړو، ناروغو او معیوبو بندیانو د خوشي کېدو د ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو د امنیت د تضمین ژمنه کړې او دغه راز یې ویلي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو د کمېدو لپاره به هلې ځلې کوي.
د غونډې برخوالو د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري برخو کې د ښځو د حقونو د تامین ډاډ ورکړی دی.
دوی ویلي چې د سولې د لارې په یوې داسې نقشې موافق دي چې د دغو موازینو پر اساس وي:
الف – په افغانستان کې د اسلامي نظام پر سر موافقه
ب- د لازمو شرایطو له بشپړېدو سره په یو وخت د سولې د بهیر پیلېدل.
ت- د سولې د موافقې د موادو د تطبیق څارنه.
ث- د دفاعي او نورو ملي اورګانونو، چې د ټولو افغانانو ملکیت دي، او د اساسي بنسټونو ساتنه او پیاوړتیا او لازم اصلاحات.
ج – د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو بېرته راستنېدا او په خپلو مېنو کې مېشتېدا.
ح- له مرسته کوونکو هیوادونو سره د اړیکو د دوام پر څرنګوالي او د نویو همکاریو پر شرایطو بحث.
د – د سیمې له هیوادونو او نورو هیوادونو څخه په یوه نړیوال کنفر انس کې دا ضمانت اخیستل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
دوی له اسلامي هیوادونو، ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني کنفرانس ګډ پرېکړه لیک تایید کړي او ملاتړ یې وکړي.
سره له دې چې د یو شمېر بندیانو د خلاصون، د ملکي تلفاتو د کمېدو او د یو بل پر ضد د پاروونکو الفاظو د نه کارولو په برخو کې د دواړو خواوو موافقې مثبت او هیله بخښونکې ټکي ګدي خو په دې پرېکړه لیک کې، د اوربند یا لږترلږه د جګړې د شدت د کمولو هیڅ یادونه نه ده شوې حال دا چې اکثره افغانان له ښکېلو خواوو غواړي چې د اعتماد رامنځته کېدو لپاره په لومړي ګام کې اوربند وکړي.
سلام ! یواځې اوربند دټولو افغانانودرد دوا کولی شی اوبس