تاند: هندوستان داسې فکر کوي چې هند ضد پاکستانۍ ترهګرې ډلې جیش محمد د دوی له هوایي بریدونو وروسته خپل کمپونه افغان خاورې ته لېږدولي دي.
د هند د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر اساس شپږ میاشتې وړاندې چې بالاکوټ کې د دغې ډلې په مرکزونو د هند لخوا هوايي بریدونه وشول، جیش محمد ډله وویرېده او مولانا مسعود اظهر خپل جنګیالي افغانستان ته واړول.
هندي رسنیو د استخباراتي ادارې را د مشرانو له قوله لیکي، دا جنګیالي د افغانستان په ختیځو غرنیو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي او له هغه ځایه د دې امکان شته چې د هند پر ډپلوماټیکو دفترونو بریدونه وکړي.
تر اوسه په کابل کې د هند سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت وایي د ترهګرو اصلي پټنځایونه په پاکستان کې دي او دې خواته هیڅ وسله وال نشته.
جیش محمد ډلې شپږ میاشتې وړاندې په هندي کشمیر کې د موټر بم برید په مرسته شاوخوا ۴۰ هندي پوځیان ووژل شول.

One thought on “هند فکر کوي چې جیش محمد ډله افغانستان ته اوښتې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *