پوهاند دودیال

پوهاند محمد بشیر دودیال

شخړه Conflict د ژوند یو واقعیت دی. د شخړو هواری او حل هم  یو واقعیت دی. هیڅ داسې شخړه او اختلاف نشته او نه هم تاریخ  داسې مسئله په یاد لري چې بلاخره نه وی حل شوی.  

شخړه څه ده؟ د دوو یا له دوو څخه د زیاتوطرفینو ترمنځ چې یو بل سره توپير لرونکی اهداف لری، یا فکر کوی چې اهداف یې یو بل سره برابر نه دي، دغه توپیر او تضاد شخړه بلل کیږی. دغه اشخاص به یا  وګړي وي، یا به ډلې وي یا به هم حقیقي او حکمي اشخاص وي. کله چې دوه یا څو طرفین او اړخونه یو بل سره متضاد او متناقص اهداف ولري، یو بل سره په شخړه اخته کیږي. دګټو د ترلاسه کولو او ښه موقف لرلو لپاره هم شخړې رامنځته کیږی. شخړې د دوو تنو، ډلو، سازمانونو، ملتونو، ټولنیزو اړیکو، اقتصادي اړیکو او د قدرت د روابطو ترمنځ پېښېدای شي. شخړې په دغه ډول اړیکو کې د بې توازنې له امله او د ساحاتو او د دغو غوښتنو تر منځ په توپير سره منځته راځي.

 که چیرې شخړه داسې برید ته ورسیږي، چې  طرفین فزیکي برخورد وکړي او په وسله سمبال وي، دې حالت ته جنګ (war) ویل کیږی. جنګ د شخړې یو پرمختللی، ګواښنده او له خطر ډک حالت دی، خو د دواړو  ریښه شریکه ده، حال دا چې تاو- تریخوالی له دې دواړو سره توپیر لري، چې لږ وروسته به توضیح شي. 

لکه چې پوهيږو د وګړو اړتیاوې د یوه هرم بڼه لري چې قاعده او بنسټ یې فزیالوژيکي اړتیاوې دي، وروسته بیا امنیتي اړتیاوې مخې ته راځي او ورپسې ټولنیزې او روحي اړتیاوی دی.  دغه هرم نامتو اروا پيژندونکی او ټولنپوه مازلو(Maslow) ډیر ښه توضیح کړی دی. کله چی یو څوک د دغو اړتیاوو کمښت احساس کړي، مقاومت او شخړې ته لاس اچوی چی پایله یی په شخړه کی ښکیل کیدل دی. دغه شخړی ځینی وخت پټه او ناڅرګنده بڼه لري، ځینی وخت برسیرنې او سپکی وي. هغه ځينی شخړی چې ژوری او بیخلنی او ډیری څرګندی او ویجاړوونکی وي،  له خطرونو ډکې وي. زیاتره شخړې مادی او حقوقی او لږ شمیر یی ټولنیزی، سیاسی او کلتوری بڼه لري، خو بیا هم مهم لامل یی مادی امتیازات، دريځونه ترلاسه کول، متضادې انګیزې، ناوړه پوهېدنه، یو بل سره په تضاد کی هدفونه لرل، پراختیا غوښتنه، شهرت غوښتنه ، قدرت غوښتنه او دی ته ورته نور لاملونه دي. که دغه ډول شخړې په جګړه واوړي، طرفین د خپلو پورتنیو غوښتنو په پرتله په مراتبو اوچت او مهم ارزشونه  او آن خپل ژوند له لاسه ورکوي. 

د شخړې یوه حیرانوونکی بڼه د متضادو نظریاتو او انګیزو لرل دي. دغه متضاد نظرونه او انګیزی د قدرت غوښتنی او پراختیا غوښتنی په حالت کې ډېرې ویجاړوونکی  دي. اما په ځینو حالاتو کې د نظرونو احتلاف د اصلاح، انکشاف او تکامل سبب کیږی، یعنې دنظر احتلاف د بحثونو، مناظرو او دیالوګ په نتیجه کې د ستونزی او مسئلې د ډیر ښه حل لامل ګرځي او بلکی زیاتره وختونه غنا بښونکی او نوښت لرونکی هم وي، چې د نظرونو د توپير په پایله کی یوه ډیر ښه درېیمه لاره را پیدا کولای شي.  په سیاست، قدرت او حاکمیت کې هم شخړې، د نظراتو توپير او د انګیزو بیلوالی د ژوند یو واقعیت دی. مشکل دا ده چې د قدرت لپاره شخړه د ډیرو پراخه جنګونو سرچینه او د ملي تباهی او وژنو لامل ګرځي. 

سوله او شخړه د یوی سکی دوه مخونه دی، له نیکه مرغه زیاتره شخړی د حل وړ دي. د شخړې هوارول (Conflict Resolution) یوه معموله او ډیره ګټوره ښکارنده ده، چې د نویو اړیکو د جوړولو او ښکیلو اړخونو ترمنځ د نویو او پاییدونکو مناسباتو لامل ګرځي. د شخړې هوارول له تاو- تریخوالی څخه ډک چلند ته د پای د ټکی کيښودل دی. د شخړی مدیریت د ښکیلو اړخونو په چلند کی د مثبت بدلون راوستل او د دوی په فکر او چلند کی په زړه پوری تغییر او په راتلونکی کی له تاوتریخوالی د ډډه کولو او د نورو اختلافاتو کمول دي. تاوتریخوالی د شخړی پایله ده، یعنی شخړه او تاوتریخوالی یو بل سره توپير لري، حتمی نه ده چی د هری شخړی پای به تاوتریخوالی وی. تاوتریخوالی څه شی دی؟ تاوتریخوالی (خشونت Violence یا Dispute) هغه الفاظ، کړنې، انګیرنی، جوړښتونه، نظامونه او د چلند طرز دی چی د جسمی، روحی یا محیطی زیانونو لامل وګرځي، یا داسی اغیزه لرونکی نظام، چلند، کلمات او کړنه چی خلک د دوی له بالقوه انسانی استعدادونو بی برخی او د دوی د ظرفیتونو د اوچتیدو خنډ شی.  په دی توګه تاو- تریخوالی یوه ډیره منفي ښکارنده ده. 

بیرته شخړې ته راځو: شخړه هغه وخت زیاتیږي او په تاوتریخوالی بدلیږی چی د شخړی د هواری لپاره ګام اوچت نشی، تفاهم رامنځته نشی او د شخړی مدیریت ونشی. په دی توګه، ورځنیو بحثونو کی د شخړی هوارول او د تاوتریخوالی له منځه وړل دوه سره جلا مفاهیم دي. که چیری شخړه وټکول شی او هواره نشی. په راتلونکی کی د ستونزو او تاوتریخوالی لامل کیږی. په تاوتریخوالی باندی د شخړی اوښتو لاملونه دا دي:

  • د خبرو – اترو د کانالونو نا کافی والی.
  • د ګیلو او نیوکو نه اوریدل، د مخالفانو غږ ته غوږ نه نیول او شکایتونه نه اوریدل.
  • د بیعدالتی او بی ثباتی دوام،
  • د مناسب او  وړ درېیمګړی نه موجودیت، یا ناکام او بی تجربی یا غرض لرونکی درېمګړی،
  • د مذاکراتو نه ترسره کول یا مذاکراتو ته اهمیت نه ورکول،
  • یواځې او یواځې زور ته اړم کیدل او له منطق څخه تیښته،
  • د مغرضو کسانو لاسوهنې او د دووطرفینو ترمنځ  د پټو اغراضو لرونکو منفعتونه،
  • د ناخوښيو نه رفع کول او مرورتوب او نارضایتی نه پخلا کول،
  • بیځایه غرور  او یو بل ته اهمیت نه ورکول او له واقعیتونو اومعقول قضاوت څخه تیښته.

که چیری پاملرنه وشی، وګړی بیلابیلی غوښتنی، ذوقونه، د پوهی بیلابیلی کچی، په کلتور کی توپیرونه، فردی تجارب احساسات او امیال لری، نو ځکه باید دا هیله ونه لرو چی مونږ ټول باید حتماً کټ مټ وضیعت ولرو او یا یو دبل په غوښتنو او هیلو سترګې پټې کړو، بلکی باید د حل د لارو په هوارولو فکر وکړو. 

 د شخړو د هواري ډیری ښی لاری د روحیاتو اوچتول، هڅونه، د شخصیت وده، مذاکرات، د پوهی اړتیا او د ارواپوهنی پوخوالی دی. په پرمختللو ټولنو کی او د اوچتی کچی کلتور لرونکو هیوادو کی، د خلکو د پوهی کچه اوچته، د کلتوری ارزښتونو پالنه ښه او ښوونه او روزنه د پام وړ ده، نو ځکه هلته ډیر لږ شخړی پيښيږي او که پېښې شي ډېر ژر په بشپړ ډول هواریږي او په تاوتریخوالی نه بدلیږي، بلکی مذاکرات  او حل یې د عامه اعتلا لامل کیږي.

د شخړو د هواری او حل لپاره بیلابیلو ټولنو او د  ټولنو د تکامل، کلتوری او تاریخي ودې‎،معنوي بلوِغ، اتنیکی جوړښت او یو شمېر نورو ځانګړنو له مخې داسې بنسټونه شته چی  د شخړو هواری کی یې رول ترسره کړی دی. زموږ افغانی ټولنه کې د تاریخ په اوږدو کې دغه بنسټ عنعنوی جرګی او مرکې، دمشرانو او سپین ږیرو تجارب او سپارښت، دټولنې په حاشیوی اقشارو لکه ښځو، معیوبینو، معلولینو، ډیرو بیوزلو باندې ترحم او  ددوی په وړاندې زغم او دوی سره اصلاً مخالفت په سازش او عفو بدلول دي. زموږ په ټولنه کې دغه غوره اوصاف زموږ د تاریخي، فکری او کلتوری بلوغ او غوره ځانګړنو یوه نښه ده. له دغو مهمو او منلو ارزښتونو څخه یو یې هم جرګه او مرکه ده، چې په ډیر ښه ډدول یې دا دروند اوبشری نیک مسئولیت په غاړه لرلی او لا یې هم لري.

  په نوی عصر کې دغه مسئولیت تر یوې اندازی پوری مستقلو بنسټونوته ور په غاړه شوی دی. پرمختللو صنعتی ټولنو کې مدنی بنسټونو او د سولی راوستلو او داختلافاتو د حل رسمی سازمانونو دغه مسئولیت په غاړه اخیستی دی، چې د یو شمیر هغو نومونه او ادرسونه دادي:  په افریقا کې ( [email protected] www.accord.org.za)، دنړۍ سل سازمانونه سولې سازمان , دسولې نړیواله ټولنه( [email protected] www.ifor.org )، اکسفام (oxfam.org.uk) د کاناډا پګواش سازمان، بریتانایی اکشن اید ([email protected]) د برغوف د سولې مرکز( آلمان     [email protected])، په هند کې د نلسن ماندیلا دسولی راوستواو سولې ساتنی سازمان( مرکزی دفتر یې د ډیلی د جامعه ی اسلامیه پوهنتون کې ده، کریسټن آیډ ( Christian [email protected])، دسولې دڅیړنو مرکز([email protected] )، د سولې اوژوند موسسسه( nordnet.se/[email protected])، په کیپټاون کې د شخړو د حل مرکز( [email protected] CCR,  )، دآلمان هیواددپرمختیا خدمات([email protected] )، د سولې دڅیړنو مرکز( sarencet ) شخړې ته ځواب  ( RTC –[email protected]) او داسې نور سازمانونه. دغه مراکز نه یواځې د چګړو او شخړو پر مهال، بلکې تل او دایماً فعال دي  او د سوکاله، سوله ییز، پرته له شخړو او تاوتریخوالی ټولنی درلودلو په موخه کار او څیړنی کوی. له همدې امله د دوی په ټولنو کی هیڅ ډول تاوتریخوالی، کوچنی او غټې شخړی او جنګونه نشته. د دغو سازمانونو شتون او څیړنو لوی بشری خدمات ترسره کړي دي. 

اوس چې افغانستان دغه ډول بنسټونو ته  اړتیا پیدا کړی ده، په کار ده چې د سولې انستیتوت، یا هم د سولې ساتنی او سولې راوستو څیړنیز بنسټ جوړ کړي. په دغه ډول یوه څیړنیز مرکز کې به د افغانی ټولنی د سایکالوژي او جوړښت په تحلیل سره د باثباته او کلکې سوله ییزی ټولنی د جوړیدو او دوام لپاره علمی تحقیقات وشی، د شخړی پټ او ښکاره عوامل به وڅیړل شی، شخړو ته  به دحللارې وموندل شی او د تاو- تریخوالی ستونزه به هواره شي. غوره به دا وي چې د سولې د شورا، د سولې دوزارت، د سولې د کمیسیون او نورو په عوض، یو د سولې راوستو او سولې ساتنی علمی انستیتیوت ولرو، چې مسایل په علمی ډول وڅیړی او حل یې ومومي. دا ډول یوه موسسه باید موږ لا ډیر پخوا درلودای. دنړۍ ډیر ارام او سوله ییز هیوادونه هم د ( Peace keeping ) او ( Peace Making) مسایل په دقت سره تر نظر لاندې لري. 

افغانستان تر ټولو بده پنځه څلویښت  کلنه جګړه تیره کړه چی زیات شمیر ځانی، معنوي او مالی تاوانونه یې وزغمل، خو دغه جګړه کاملاً افغانانو ته بی ګټې وه، دهغې ګټه نورو ته ورسیده او لاملونه یې هم ډیر پیچلی، بهرنی، کورني  او زیات نور وو. څومره چې وخت تیریږی، د دغو جګړو زیانونه او تیروتنې جوتیږي او د تاریخ قضاوت یې محکوموي. تر ټولو بده یې لا دا چې دوو اصلی طرفینو هم په خپل منځ کې خپلمنځي شخړی او اختلافات لرل او لري یې، چې همدې فکتور له اصلی  لوري سره د دوی د شخړو او جنګ پوچوالی هم ښوده . ثابته شوه چې دغه اوږده جګړه په هیڅ مرحله کې منطقی او یوه لوري ته هم ګټونکې نه وه ، اګر که یو ځل د ملګرو ملتونو د نیکو هلو- ځلو(Good Office -مساعی جمیله) دفتر او د جینوا توافقاتو او د وخت د رژیم د ملی مصالحې پروګرام د سولې ډیر ښه فرصت برابر کړ، خو له بده مرغه نویو خپلمنځي شخړو دغه چانس له منځه یووړ. اوس دا دی افغانستان یو ځل بیا همدا سې یوه حل ته ورنږدې شوی دی، خو لکه د مخکې په شان دا ځل هم په خپله افغانانو پورې اړه لري چې څنګه سولې ته ورسیږي او څنګه ځانونه د بهرنیو په اغراضو پوه کړي. په تیرو اوږدو (۴۵کلنو)جنګونوکې  جګړه او د جګړې دوام بی ګټې ثابت شو. په اوسنۍ مرحله کې د سولې راوستو او د شخړی د هوارۍ د میکانیزم له مخې باید لومړی اوربند وشي. اوربند د سولې او روغې- جوړې لومړی شرط دی. وروسته چی فضا خبرو اترو ته جوړه شوه توافقات دی وشی، البته منځګریتوب او مذاکرات مهم شرطونه دی. دواړه لورې باید د سولې لپاره صادقانه آمادګی وښيي.  

د جګړې پای فقط او فقط سوله ده اوبس!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *