تاند: چین وايي، د امریکا یو اړخیزه زور ګويي د دې سبب شوې ده چې د ایران اټومي معامله لا پسې کړکېچنه شي.

د چین د بهرنیو چارووزارت ویاند ګینګ شوانګ په بیجنګ کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، له شواهدو داسې ښکاري چې د امریکا د یو اړخیزې بدمعاشۍ له کبله وضعیت د لا زیات بحراني کېدو پر خوا روان دی.

نوموړي ویلي، پر ایران د امریکا لخوا زیات فشارونه د دې سبب شوي چې د ایران اټومي لانجه د کړکېچ ښکار شي.

شوانګ دغه راز ویلي، چین په دې خپه دی چې ایران هم د اټومې هوکړې مادو ته ژمن پاتې نه شو.

پرون ایران اعلان وکړ، که ښکېل لوري کومه حل لاره راونه باسي نو دوی به د اتومي تړون ځینې نورې مادې هم ماتې کړي

په ۲۰۱۵ کال کې شپږو نړیوالو قوتونو بریټانیا، چین، فرانسې، جرمني، امریکا او روسیې له ایران سره اتومي موافقه وکړه چې پر اساس یې ایران په ټیټه کچه د یورانیمو غني کولو او لوېدیځ د ایران پر ضد د بندیزونو نرمولو ته تیار شول.  خو امریکا تېر کال له دغه تړون ووته او له ایران سره یې نوې لانجه پیل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *