۱۳۹۸/۴/۱۷
د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس وایي، د قاسم اباد سړک د ځمکو د استملاک او بدیل ورکړې پروسې په موخه یې هیئت چارې پیل کړي او ژر به دا پروسه وروستۍ کړي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو سرپرست رييس انجنير حامد ضياء پژواک ته وويل، د بهسودو پول دواړو خواوو ته سړک د قاسم اباد د سړک يوه برخه ده چې کارونه يې پيل شوي او په خپل ټاکلي وخت به پای ته ورسېږي.

دی وايي، د قاسم اباد سړک ۱۲.۸ کيلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري چې د خلکو له کورونو او ځمکو تېريږي؛ نو تر هغه وخته چې خلکو ځمکې او کورونه نه وي پرېيښي، د سړک کارونه به هم په ځنډ روان وي.

هغه د خلکو د ځمکو د استملاک په اړه وويل چې وزارت يو هيئت ټاکلی او ډېر ژر به ننګرهار ته له را رسېدو سره سم د خلکو د ځمکو د استملاک او بديل ورکړې پروسه پيل کړي.
د بهسودو پول چې د ننګرهار د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې، د بهسودو، کامې، ګوشتې، ښېوې او دره نور ولسواليو او د کونړ او نورستان ولايتونو خلک پرې تګ راتګ کوي.
———-
۱۷/۴/۱۳۹۸
ننګرهار کې لسګونه کيلو ګرامه تاريخ تيره توکي وسوځول شول
ننګرهار ولايت بټي کوټ او اچين ولسواليو کې لسګونه کيلو ګرامه تاريخ تيره او بې کيفيته توکي له هټيو راټول او وسوځول شول.

د يادو ولسواليو ښارواليو مسئولين وايي، چې په يو شمېر سيمو کې يې له هټيو څخه خوراکي او غير خوراکي توکي، چې تاريخ تېره او بې کيفيته و راټول او د هيئت پر وړاندې يې وسوځول.
دوی وايي، چې هټیوالو ته يې خبرداری ورکړ، چې په راتلونکې کې د تاريخ تېره او بې کيفيته توکو له پلور څخه ډډه وکړي او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د توکو پير پرمهال يې تاريخ او کيفيت ته پاملرنه وکړي.
———–

۱۳۹۸/۴/۱۷
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ته د ښو کړنو له امله افتخاري نښان او عالي درجه تقدیرنامه ورکړه .

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو په وړاندیز د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له لورې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ته په دې ولایت کې د سوداګرو ستونزو د حل او دوی ته د سهولتونو برابرولو له امله افتخاري نښان او عالي درجه تقدیرنامه ورکړل شوه .

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ لسګونو سوداګرو د چنګاښ په ۱۷مه ولایت مقام کې ننګرهار والي ته د یاد نښان او تقدیرنامې د ورکړې پر مهال وویل، په وروستیو کې سوداګرو ته زیات سهولتونه برابر شوي او په تورخم ښارګوټې کې زرګونه دریدلو بار وړونکو موټرو ته د تګ راتګ زمینه برابره شوه،چې له امله یې دوی له ستر مالي زیانونو څخه وژغورل شول .

دوی همدا راز د موټر چلوونکو غیري قانوني اتحادیو لمنځه وړل، په منظم ډول سوداګرو سره ناستې ترسره کول،د دوی ستونزو ته په ټاکلي وخت رسیدګي او ګڼ نور موضوعات د دې لامل وبلل،چې له امله یې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ننګرهار والي ته د افتخاري نښان او عالي تقدیرنامې د ورکړې پرېکړه وکړه .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او ننګرهار کې میشتو سوداګرو او پانګوالو څخه مننه وکړه،چې د نوموړي کړنې یې تعقیب کړي او ورته یې افتخاري نښان او عالي تقدیرنامه ورکړه.
هغه ډاډ ورکړ،چې په شخصي ډول به د سوداګرو هر ډول مرستې څخه ګټه وانخلي،خو ژمنه یې وکړه،چې د سهولتونو برابرولو او ستونزو په حل کې به ورسره هر مهال مرسته وکړي

د دې ناستې پر مهال همدا راز د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې په یو شمیر ستونزو،د افغانیو دودودلو او کلدارو چلند د مخنیوي او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې او بحثونه وشول .
———-
۱۷/۲/۱۳۹۸
په کوز کونړ ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په بېلابېلو سیمو ملي بېرغ رسم او د مبارکۍ پيغامونه ولیکل شول .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د کوز کونړ ولسوال او د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ مسؤلینو له لورې د کوز کونړ په بازار کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په ودانیو او د ونو په ډډونو ملي بېرغ رسم او د مبارکۍ پیغامونه ولیکل شول .

دوی همدا راز په بازار کې هټیوالو او نورو ځوانانو څخه هم وغوښتل،چې د یادې ورځې په مناسبت ملي بېرغ او د مبارکۍ پيغامونه رسم او ولیکي .
——-
۱۷/۴/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د جندر مياشنۍ ناسته کې د ميرمنو اړوند ستونزې وڅېړل شوې
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د ادارو مسئولينو سره د جندر مياشتنۍ ناستې په ترڅ کې د مېرمنو پر شته ستونز خبرې وشوې او په حل کې يې مسئولینو ته د اجراتو سپارښتنه وشوه.

دغه ناسته، چې د چنګاښ په اولسمه ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې په ختيځ کې د بشر حقونو رئيسې صبرينا حميدي، د ولايت جندر کارپوه، ولايتي شورا منشي حميرا رفيع، ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز او يو شمېر نورو مسئولو مېرمنو ګډون کړی و.

د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په دې ولايت کې د ښځو پر شته ستونزو معلومات وړاندې کړل او د اړونده ادارو مسئولینو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په خپله برخه کې د ستونزو په حل کې عملي اقدامات تر سره کړي.

نوموړې همدا راز د ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو کړنو راپور او ستونزې پر وخت د ولايت د جندر کارپوه سره شريکې کړي، ترڅو پر وخت د ميرمنو ستونزو ته رسيده ګي وشي.

په دغه ناسته کې په ختيځ کې د بشر حقونو رئيسې صبرينا حميدي د ميرمنو د يو شمېر حل شويو قضيو په اړه معلومات وړاندې کړل او له پر ولسونو يې غږ وکړ، چې د اسلام مبارک دين لارښوونو له مخې يو د بل حقونو ته درناوی وکړي.

د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع د ښځو په اوسني وضعيت خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه، چې مېرمنو ته په کاري برخه کې لازم سهولتونه برابر شي.

ښځو چارو رئیسې فتانې عزيز ميرمنو ته په دې وروستيو کې د شويو خدمتونو او فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چارو ښه تر سره کېدو په برخه کې يې د ادارو په لا ښې همغږۍ او همکارۍ غوښتنې وکړې.

په دغه ناسته کې د حج اوقافو، افغان ښځو شبکې، اسلا ادارې، ټولنيزو چارو، سرې مياشتې او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو هم شتون درلود.
۱۷/۴/۱۳۹۸
د بحر آباد ښارګوټي اړوند استوګنیزو نمرو د ویش لړۍ جریان لري .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په هڅو د بحراباد ښارګوټی تر منظورۍ وروسته د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د ۱۲۴۰ نمرو د ویش لړۍ جریان لري،چې تر دا مهاله پنځه سوه پنځوس کورنیو ته د استوګنې په موخه د ملکیت مؤقت او نور اړین اسناد ویشل شوي دي.

د جلال آباد ښاروالۍ یو تن مسوول انجینرمحمد شفیق دولتزی وویل : موږ هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار له اوو بجو تر غرمې ۱۲ بجو پورې پرهغو کسانو چې د ملکیت موقت سندونه او اړین اسناد ولري ورته د توزیع چارې ترسره کوو.

نوموړې وايې د ښارګوټې د سړکونو چارې به هم په نږدې راتلونکې کې پېل شي.
د یادونې ده چاته چې استوګنیزه نمره ورکول کیږي اړ دې چې پرې رغنیزي چارې پېل کړي . چې دغه چاره اوس په یاد ښارګوټي کې روانه هم ده .
۱۷/۴/۱۳۹۸
د خپلواکۍ سلمې کالېزې په مناسبت ۱۰۰ کورنيو سره مرسته کيږي
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ بېړنۍ کمېټې غړو سره د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت د طبعي پېښو سل زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستو تر سره کولو په موخه ناسته وشوه.

د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د جمهور رئيس په حکم په دې ولايت کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت سل هغو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کيږي، چې په طبعي پېښو کې تر نورو ډېر زيانمن شوي وي او لازمه مرسته ورته نه وي رسول شوې.

نوموړې د بېړنې کمټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د اوليت له مخې په لعلپورې او يو شمېر نورو سیمو کې هغه کورنۍ په نښه کړي، چې د طبعې پېښو او جګړې له امله زيانمن شوي دي.

د بېړنۍ کمېټې غړو د ولايت مرستيالې ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به ور سره د هغو مستحقو کورنيو لیست شريک کړي، چې د طبعي پېښو او جګړو له امله ډېر زيانمن شوي دي او تر دې دمه ور سره د پام وړ مرسته نده تر سره شوې.

په دغه ناسته کې د کرنې، سرې مياشتې، عامې روغتيا، پېښو پر وړاندې چمتووالي، پوهنې او امنې قوماندانۍ او نورو ادارو مسئولينو شتون درلود.

۱۷/۴/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ولايت او ولسواليو په کچه د ولسي تړون ملي پروګرام مديريتي کمېټې جوړې شوې
ننګرهار ولایت مقام کې د چنګاښ په اولسمه د يوې غونډې په ترڅ کې د ولايت او ولسواليو په کچه د ولسي تړون ملي پروګرام مديریتي کمېټې جوړې شوې، چې دغه کمېټې به په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د پراختيايي شوراګانو، اداري واحدونو او کاري شريکانو ترمنځ ښه همغږي او کاري نږديوالی رامنځته کړي.

په دغه غونډه کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ولسي تړون ملي پروګرام ستاينه وکړه، چې په کې د ولس په خوښه د لومړيتبونو له مخې پروژې تطبيقوي او زیاته یې کړه، د ولسي تړون ملي پروګرام ښه پلې کېدو په موخه، ښې حکومتولۍ، امنيت او شفافيت ته اړتيا ده او پر مسئولينو يې غږ وکړ، چې د دغه پروګرام تطبيق په موخه په ښار او ولسواليو کې زمينه برابره کړي.

ده زياته کړه، چې اوسمهال د جلال اباد ښار شپږو ناحيو سربيره په اتو ولسوالیو کې عملي کار روان دی او د اتو زيانمنو شويو ولسواليو کې به هم د ولسي تړون ملي پروګرام چارې ډېر ژر پیل شي.

هغه وايي، چې د ولسي تړون د برنامې د نورو پروژو ترڅنګ به په دې ولايت کې دوه سوه اته بابه ښوونځي جوړيږي او همدا راز د شينوارو او کوټ ولسواليو شپږ شپیته تخريب شوي جوماتونه به په اساسي ډول و رغول شي.
ده وويل، چې د ننګرهار اته نوي سلنه سيمو کې امنيت په بشپړ ډول تامين کې او له ولسونو څخه يې وغوښتل، چې د روانو پروژو پر وړاندې شته ستونزې حل او د کارونو پر وړاندې هيڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي.

د ماليې وزارت معينې ناهيدې سرابي وویل، چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر رالتونکو لسو کالونو پورې تطبيق کيږي او د دغې پروګرام اصلي موخه خلکو ته د پروژو تطبيق او بېوزله وګړو ته د کار زمينې برابرول دي.

نوموړې وويل، چې د کمېټې مسئولين مکلف دي، چې د خپلو کړنو معلومات ولايت مقام سره شريک کړي، هغې زياته کړه، چې د غه برنامه د نړيوال بانک په مالي مرسته تر سره کيږي او پر مسئولينو يې غږ وکړ، چې ورکړل شوې بوديجه په ښه ډول په لګښت ورسوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت استازي عثمان ساپي وويل، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د ولسي برنامې سره همکاري دي.

نوموړي وويل، چې ۸۵ سلنه هېوادوال په کرنې او مالدارۍ بوخت دي، چې د ياد وزارت له لوري ۳۰۶ ولسواليو کې يې باغونه جوړ کړي دي.

ده زياته کړه، چې دوی هڅه کوي ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي.
د کليو پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام عملياتي رئیس مختار غفارزوی وويل، چې د ولسي تړون او ملي پيوستون پروګرام ترمنځ توپير په دې کې دی، چې پخوا به پروژې موسساتو او شرکتونو له لوري تطبيق کېدې؛ خو اوس د ولسي تړون په پروګرام کې پروژې د ولسي شوراګانو له لارې تطبيق کيږي.

دی وايي، چې په دغه شوراګانو کې پنځوس سلنه ونډه د ښځو ته ورکړل شوې ده او همدا راز د جوماتونو جوړولو ته هم په کې ډېره پاملرنه شوې ده.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي تړون د ښاري څانګې عملیاتي رئيس وويل، چې دغه پروګرام په ښار او ولسواليو کې کار کوي، چې په جلال اباد ښار کې يې د دوه څلويښت ګذزو ترڅنګ دوه سوه شوراګانې جوړې کړي دي.

ده وويل، چې دغه پروګرام د هېواد د څلورو لويو ولايتونو په شمول په ۱۲۳ ولايتونو کې لومړني اوليتونه انتخاب کړي دي، چې د هېواد په کچه تر دې دمه دولس زره شوراګانې جوړې شوي دي، چې يو سل او پنځه اويا ميليونه افغانۍ ننګرهار ولايت ته ورکړل شوي دي.

۱۷/۴/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د غصب يو شمېر قضيې وڅېړل شوې
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د غصب مخنيوي کمیسون غړو د غصب اړوند يو شمېر قضيې وڅيړلې او په حل کې يې اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو سپارښتنې وکړې.

د ولايت مرستيالې حيبې کاکړ سره د سياه سنګ ښارګوټي، بهسودو، سره رود، مومندرې او يو شمېر نورو سيمو خلکو د غصب اړوند عرايض او ستونزې واوريدې او د غصب کمیسون غړو ته يې سپارښتنه وکړه، ترڅو ياد موضوعات اړونده ادارو سره د حل په موخه تعقيب کړي.

هغې همدا راز مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دولتي او شخصي ځمکو غصب په مخنيوي کې جدي هڅې تر سره کړي، غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې او غاصبينو سره د قانون له مخې چلند تر سره کړي.

په دغه ناسته کې د غصب شويو ځمکو خلاصون او غصب مخنيوي برخه کې په يو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې او پريکړه وشوه، چې د غصب مخنيوي کميسون به له جديت څخه کار واخلي.

په دغه ناسته کې د اراضۍ، کانال، ښار جوړونې، قضاء دولت، امنې قوماندانۍ، ښاروالۍ او نورو ادارو مسئولينو شتون درلود.
۱۷/۴/۱۳۹۸
ننګرهار والي د ماليې او کليو پراختيا وزارتونو مسئولينو په ملتيا په کامې ولسوالۍ کې د پيل شويو پروژو څارنه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل د ماليې وزارت مرستيالې ناهيدې سرابي او د کلیو پراختيا وزارت مسئولينو په ملتيا کامې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ګندهارا او ګچ شورا له لوري د روانو پروژو ليدنه او څارنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل او مسئولينو، چې لومړی يې د ګندهار شورا له لوري د کانال جوړونې له چارو ليدنه کوله وويل، چې د دغه کانال اته میاشتنې وړاندې چارې پيل شوي، چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري او په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، چې په جوړيدو سره به يې د يادې سيمې څلور سوه جريبه ځمکه خړوبه شي.
نوموړي وويل، چې دغه کانال د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ولسي ونډې په نږدې يو ميليونه دوه سوه او پنځه ويشت زره افغانيو جوړيږي، چې په کې هره ورځ څلور اتيا کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده، چې هر يو تن ته هره ورځ شپږ سوه پنځوس افغانۍ مزدوري ورکول کيږي.
ننګرهار والي او ور سره مسئولينو د ګچ شورا له لوري د سړک جوړونې له چارو هم ليدنه او څارنه وکړه، چې د ياد سړک جوړونې مسؤلینو له لوري ورته معلومات ورکړل شول او زياته يې کړه، چې دغه سړک دوه کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۲۰۰ متره استنادي ديوالونه او د لارې په اوږدو کې پلچکونه لري.
نوموړي وويل، چې په دغه سړک کې هره ورځ ۱۷۱ تنه د سيمې غريب خلک کار کوي، چې د سړک جوړيدو سره به د څلويښت بېرته راستناه شويو کورنيو په ګډون پنځه سوه او پنځوس کورنۍ ترې ګټه واخلي.
هغه زياته کړه، چې دغه سړک د څلويښت ورځو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، چې د دې سيمې خلکو ګڼ شمېر ستونزې به حل شي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د يادو پروژو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې کارونه د انجينري معيارونو مطابق تر سره کړي او ولسونو څخه يې وغوښتل، چې د پروژو نظارت وکړي.

۱۳۹۸/۴/۱۷
د ننګرهار اتو جګړه ځپلو ولسواليو کې د ولسي تړون اړوند د سولې په نوم د بیا رغونې چارې پیل کیږي .
چارواکي وایي، د ننګرهار ولايت په اتو ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار شپږو ناحیو کې د ولسي تړون پروګرام پيل شوی چې ۲۹۷ پروژې په کې تر کار لاندې دي،همدا راز به ډیر ژر د یاد پروګرام په چوکاټ کې د سولې په نوم اته جګړه ځپلو ولسوالیو کې هم د بیارغونې چارې پیل شي .
د چنګاښ په ۱۷مه د ننګرهار ولايت ته د ولسي تړون پروګرام اړوند د وزارتونو او سيمه ييزو ارګانونو يو شمېر چارواکي راغلي و او د تازه پروګرامونو په اړه يې د يو خبري کنفرانس پرمهال معلوماتو وړاندې کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د دغه ولايت اتو ولسواليو چپرهار، خوږياڼو، دوربابا، دره نور، سره رود، غني خېلو، کامې او کوز کونړ کې د ولسي تړون پروګرام ۳۸۴ پروژې منظور شوي چې ۲۹۷ تر کار لاندې دي.
هغه زياته کړه، په تېر کې دغه پروژې د متوازن انکشاف له لارې نه وې پلې شوې چې دا ځل يې د ولسواليو د خلکو ستونزو ته په کتو ولسوالۍ ټاکلې دي چې د شينوارو زون شپږ، پچيراګام او د لعلپورې جګړه ځپلې ولسوالۍ تر ټولو زياتې ځپل شوې،په کې شاملي کړي دي .
نوموړي وويل، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې به په کوټ او شينوارو ولسواليو کې ۶۶ تخريب شوي جوماتونه ورغول شي او همدا راز د اقراء پروګرام په ترڅ کې به په دې ولایت کې ۲۰۸ ښوونځي جوړ شي.
ننګرهار والي والي چې د ولسي تړون پروګرام له مخې به په يو شمېر ولسواليو کې ۷۵۵ شوراګانې جوړې شي، چې د خلکو په خوښه به پروژې تطبیق کړي.
د ماليې وزارت معينې ناهيد صحرابي وويل، د ولسي تړون پروګرام لويې موخې په ملي پروژو کې د خلکو ونډه، د فقر له منځه وړل، د داخلي بې ځايه شويو کورنيو لاسنيوی او ښځو ته په دغو پروژو کې د ونډې ورکړه ده.
نوموړې وويل، د ولسي تړون د پروګرام د اصولو له مخې د ښځو ونډه بايد په دغو پروژو کې ۵۰سلنه وي چې اوسمهال دغه کچه په ننګرهار کې ۴۹سلنه ده چې لا هم د دغې کچې په پوره کولو کار روان دی.
د کليو پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام عملياتي رييس مختار احمد غفارزي وويل، ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام په پرمختګ کې روان دی او تر ډيره د خلکو د خوښې مطابق مخته ځي.
دی وايي، د دغه پروګرام ښه والی په دې کې دی، چې د خلکو د اړتيا او غوښتنې مطابق پلان طرحه کېږي، بيا وزارت ته ځي، هلته د مسلکي انجنيرانو لخوا تاييدېږي، تر هغې وروسته پلی کېږي چې بيا يې هم ولس د نظارت حق لري.
د هغه د معلوماتو له مخې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې ننګرهار کې د اقراء برنامه هم روانه ده چې ۱۴ ولسواليو کې به ۲۰۸ ښوونځي ورغول شي.
دی وايي، تر اوسه د ۱۰۲ ښوونځيو پيسې ننګرهار ولايت ته انتقال شوي او د ۸۵ ښوونځيو د جوړېدو چارې عملاً تر کار لاندې دی.
د ولسي تړون پروګرام د ښارواليو د برخې عملياتي رييس عبدالباري احمدزي وويل چې دغه پروګرام له لارې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ۱۷۲ پروژې تر کار لاندې دي او دغه راز پنځه هغه يې بشپړې شوې دي.
دی وايي، دا پروژې د ۱۷۳ شورګانو له لورې په دريو اوومه، اتمه او نهمه ناحيو کې پلې کېږي.
بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد چې دغه کنفرانس کې يې خبرې کولې، غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام د برنامو تطبيق برخه کې دې روڼتيا ته ډيره پاملرنه وکړي.
۱۶/۴/۱۳۹۸
د ننګرهار والي په لارښوونه چپرهار ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شول
د ننګرهار والي شاه محمود مياخیل په ځانګړې سپارښتنه چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل شول، چې په پاکو شويو سيمو کې به قوتونه هم ځاي پر ځای شي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وايي، چې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې او نور جرمونه په ياده ولسوالۍ کې پلان کېدل او له همدې امله يې ځواکونو ته د عملياتو سپارښتنه وکړه.
نوموړی وايي، چې د دغه عملياتو په ترڅ کې به په پاکو شويو سيمو کې امنيتي ځواکونه هم ځای پرځای کړي.
د څلورمې لواء قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازی وایي، چې په چپرهار ولسوالۍ کې عمليات په برياليتوب سره دوام لري او ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري.
په ورته وخت کې د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي او د سيمې خلکو پر يادو عملياتو خوښي ښودلې او دغه عمليات يې د امنيت په تامين کې موثره بللي دي.

۱۶/۴/۱۳۹۸
لعلپورې ولسوالۍ کې د طبعي پېښو له امله د تخريب شويو سړکو رغونه پيل شوه
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په لارښوونه لعلپورې ولسوالۍ کې د ټولګټو چارو رياست له لوري د طبعي پېښو له امله د تخريب شويو سړکونو د جوړونې چارې پيل شوې.
د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي وويل، چې د طبعي پېښو له امله د دې ولسوالۍ يو شمېر سړکونه تخريب شوي و، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي و.
نوموړي وويل، چې د ننګرهار والي په لارښوونه د ټولګټو چارو ادارې په مالي او تخنيکي مرسته د سړکونو رغونه پيل شوې، چې ډېر ژر به و رغول شي.

۱۶/۴/۱۳۹۸
ننګرهار کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په موخه چمتووالی روان دی
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او ۲۲ ولسواليو کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې ښې نمانځنې په موخه چمتووالی روان دی، چې نن هم د دې ولايت په روداتو، شينواروو بټي کوټ، مومندرې او خوږياڼو ولسواليو کې ځانګړي فعاليتونه تر سره شول.
د يادو ولسواليو ولسوالانو د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، علماء کرامو، ځوانانو او نورو سره د ناستو په ترڅ کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په موخه د عامه پوهاوي ناستې وکړې.
همدا راز مسئولينو او د سيمې اوسيدونکو په خپلو سيمو کې د ادارو او کورونو ديوالونه په ملي بيرغ ښکلي کړل.
دغه راز په بېلابېلو سيمو کې د شاه غازي امان الله خان انځورونه او شعارونه لږول کيږي او خلک په خوښۍ په دغه چمتووالي کې ګډون کوي.

۱۳۹۸/۴/۱۶
تورخم ښارګوټې کې په بار وړونکي موټر کې له خپلې اندازې څخه زیات ځای پر ځای شوي ۹۰۲۳ بورۍ
وړه او وریجې ونیول شوې .
د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټې ګمرک مدیریت له لورې د تېرې یوې اونۍ په موده کې په بار وړونکو موټرو کې له خپلې اندازې څخه زیات ځای پر ځای شوي ۶۶۲۳ بورۍ وړه او ۲۴۰۰ بورۍ وریجې نیول شوي دي .
د دې ولایت د ګمرک رئیس محمد عمر مومند وایي،د ګمرکي اصولو او قانون سره سم به له ټولو هغه بار وړونکو موټرو څخه زیات مالونه ښکته او ضبط کړي،چې له ټاکلې اندازې څخه ې زیات ځای پر ځای کړي وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *