تاند: د هرات په صنعتي پارک کې د تولید شویو طبي وسایلو لومړنۍ جوپه د افریقا لویې وچې ته صادر شوه.

 د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د هرات د صنعتي پارک د درملو په فابریکو کې تولید شوي ۴ موټره درمل نن /سې شنبه/ افریقايي هیواد سومالیا ته واستول شول.

 فرهاد زیاته کړه، په دغو وسایلو کې د جراحي عملیاتو مېزونه، د ناروغانو کټونه او یو شمېر نور طبي وسایل چې ارزښت یې له ۹۰ زره ډالرو زیات اټکل شوی، شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، ولایتي اداره په بهرنیو بازارونو کې د افغاني تولیداتو بازار موندنې ته ژمنه ده.

له بلې خوا د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئيس حمیدالله خادم وايي، دولت د هرات صنعتي فابریکو ته د بریښنا او نورو اسانتیا په برابرو کې بې غوره دی: ((د هرات په صنعتکارانو باید ځمکې وویشل شي، ځکه دوی ډېره اړتیا ورته لري خو حکومت بې غوري کوي.))

 د  یادونې ده چې دا مهال په هرات کې ۳۰۰ فابریکې فعالې دي چې تولیدات یې اسیايي او اروپايي بازارونو ته رسول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ