ژرونالیست او لیکوال عاشق الله یعقوب

د افغان خبریالانو د خوندیتوب ټولنه

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد تکړه ژورنالیست او لیکوال ښاغلي عاشق الله یعقوب د ورپیښې ناروغۍ له کبله په حق ورسید.
إنا لله و إنا إلیه راجعون
ښاغلی یعقوب چې له شاوخوا یوې نیمې لسیزې را په دیخوا یې د هیواد په بیلابیلو رسنیو کې د خبریال او ایډیټر په توګه کار کړی، د خورا غوره شخصیت او ملي روحې لرونکی  فعال ژورنالیست او لیکوال و. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه د ښاغلي یعقوب ناڅاپي میړنه د هیواد رسنیو ته یوه نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي او له دې کبله  دهغه محترمې کورنۍ او دوستانو سره په دغه درانه غم کې ځان شریک بولي، نومړي ته له لوی رب څخه فردوس جنت او درنې کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوي.
روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې اوسه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *