تاند- د دوحې د بین الافغاني خبرو د پرېکړه لیک متن، چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپور شوی، له یو بل سره توپیر لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه د سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه ټویټ کې ولیکل«زه پوهېږم چې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو د پرېکړه لیک په ژباړه کې څه مغشوشتیا شته ….»

د دوحې د دوه ورځیني کنفرانس د پای د پرېکړه لیک په دري او انګلیسي متنونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا کوم مهالوېش یادونه نه ده شوې خو د دې پرېکړه لیک په پښتو متن کې د ښځو د حقونو یادونه نه ده شوې.

د ښځو په اړه د پرېکړه لیک په انګلیسي او دري متنونو کې راغلي« د غونډ‌ې برخوالو د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري برخو کې د ښځو د حقونو د تامین ډاډ ورکړی دی.»

تراوسه څرګنده نه ده چې د دې پرېکړه لیک د بېلابېلو ژبو په متن کې ولې تغییر شته خو د طالبانو یوې سرچینې تاند ته وویل چې پرېکړه لیک په پښتو ژبه چمتو شوی و او وروسته په دري او انګلیسي ژباړل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *