تاند: د زابل ولایتي شورا وایي، طالبانو له څو ورځو راهیسې پر شاه جوی ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او د جګړې په ترڅ کې د ولسوالۍ تر بازاره رسېدلي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئيس عطاجان حقبیان وايي، که کومکي ځواک سیمې ته ونه رسېږي شاه جوی ولسوالي به سقوط وکړي.

حقبیان دغه راز وایي، له تېرو دریو میاشتو راهیسې د زابل د یو شمېر ولسوالیو او مرکز امنیتي وضعیت اندېښمنوونکي حد ته خراب شوی دی.

د نوموړي په خبره، د کلات په شمول په ګڼو ولسوالیو کې د طالبانو په لاس امنیتي پوستې سقوط کېږي، چې مخنیوی یې د محلي ادارې له وسه وتلې خبره ده: (( د دې ولایت په هره سیمه کې د طالبانو ګواښ موجود دی باید مرکزي حکومت ورته پام وکړي.))

بل لور ته د زابل والي رحمت الله یارمل امنیتي ستونزې مني او زیاتوي دا ستونزې د دومره اندېښنې وړ نه دي: «ډېر ژر به له مرکز څخه تازه دمي سرتېري راشي، دلته هم په همغږۍ بوخت یوو چې د طالبانو بریدونه شاته وتمبوو.»

د زابل د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر پخپله دغه ولایت ته تللی و او له امنیتي مسوولینو یې غوښتي وو چې د دروغو پر ځای دې ورته رښتینی امنیتي راپور او د زابل د وضعیت د ښه والي لپاره پلان وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *