راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ته دهغو نوماندانو په اړه، چې خپاره شوي لومړني نوملړ ته يې لار موندلې، د شکايتونو دثبت لړۍ روانه ده او تمه کېږي، چې د شکايتونو کميسيون به ددغه اعراضونو او شکايتونو له ارزولو وروسته د نوماندانو نهايي يا وروستۍ نوملړ د لړم مياشتې په ٢٥ اعلان کړي.

  که څه هم د ولسشمرۍ د وېستل شوو نوماندانو په اړه يو دليل دهغوى بهرنۍ تابعيت او په اسنادو کې ستونزه وښوده شوه، چې يوه عمده هغه يې له ٢٤ ولايتونو څخه د سل زره رايې ورکوونکو کارتونه وو، خو د ولايتي شورا د وېستل شوو نوماندانو په اړه بيا يوازې د کارتونو ستونزه مطرح وه.

  د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پرېکړې له مخې، چې يوه اونۍ وړاندۍ اعلان شوه،  له هغو ٢٧ کسانو څخه چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کانديدۍ لپاره يې نوم ليکنه کړې وه، يوازې لسو تنو او له هغو ٣٠٥٦ تنو څخه چې د ولايتي شورا د کانديدۍ لپاره يې نوم ليکنه کړې وه، ٢٧٠٤ تنو د کانديدانو لومړني نوملړ ته لار موندلې ده.

 په ولايتي شوراګانو کې ټاکنو ته ډېرى درېدلي نوماندان ځوانان دى، چې د خپرو شوو اسنادو له مخې يا له پوهنتون نه تازه فارغ شوي او يا هم په نورو برخو کې په سوداګرۍ او کار او بار بوخت وو، خو دادي دسياست ډګر ته يې را دانګلي او تمه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د وکيل په توګه بريالي شي، هغه څه چې زموږ موخه ده او خبرې ورباندې کوو، په ولايتي شورا ته د نالوستو نوم ليکنه ده، که  د شوراګانو لومړني خپاره شوي نوملړ ته ځير شو، نو معلومېږي، چې ډېرو نوماندانو زده کړه نه ده کړې.

  يو وخت مې همدا پوښتنه له خپل يوه استاد نه وکړه، البته هغه مهال د ولايتي شورا د تېرې دورې ټاکنو ته  تياري نيول کېده، زما پوښتنه ددې په اړه وه،  چې يو نالوستى وکيل به څنګه د خپلو موکلينو لپاره حق وغواړي، استاد مې غلى و، يوازې دايې راته وويل، چې همدا غر همدا کربوړى، ځواب يې پر ځاى او معقول و، خو د هېواد اوسني وضعيت او معاصرو غوښتنو ته په پام سره راته اوس د منلو وړ په دې نه دى، چې وکيل بايد لږ ترلږه لوستى وى، په قوانينو، مکتوبونو او نورو اسنادو لږ تر لږه وپوهېږي او ناخوانده لاسليکونه ونه کړي.

    همدا موضوع تېره  اونۍ د هېواد مشرانو جرګې په خپله عمومي غونډه کې مطرح کړه او ځينو سناتورانو دې ټکي ته په زغره اشاره درلوده، يو له دې کسانو څخه هم د زابل استازى داوود حساس وو، ده وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کانديدانو په غوره کولو کې دوه ګونى چلند کړى دى.ده د چا له نوم اخيستلو پرته څرګنده کړه، چې د کانديدانو د لومړني نوملړ په اړه وويل، کمېسيون داسې کسان د ولايتي شورا د کانديدانو په نوملړ کې شامل کړي، چې سواد نه لري.

   ښاغلي حساس په دې اړه په څرګندو ټکو وويل : ((هغه کسان چې له مکتبه څخه نه دي فارغ شوي او نقلي سندونه يې جوړ کړي، د هغوى نومونه په لېست کې شته، خو هغه چا چې مکتب او پوهنتون يې لوستى او ټوله نړۍ يې پېژني، د هغوى نومونه يې له لېست څخه ايستلي دي.))

  يوه بل سناتور ګل احمد اعظمي هم په څرګنده وويل: په ولايتونو کې د هغو کسانو نومونه په لومړني لېست کې راغلي چې الف ته چنار وايي خو د هغو کسانو نومونه بيا په کې نشته، چې زده کړې يې کړې دي.د ده په وينا، ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي، چې په افغانستان کې رڼې ټاکنې ترسره شي، نو ځکه يو شمېر کسانو ته ايران او پاکستان د دوولسم ټولګي د فراغت نقلي سندونه جوړ کړي دي.

  د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته لازمه ده، چې په دې ټکي سترګې پټې نه کړي او نه هم وضعيت داسې مطرح کړي، چې ګني په ولايتونو کې قحط الرجال دى او که چېرته دا نوماندان ونه مني، نو نور څوک به نه وي، تمه ده چې سواد د ولايتي شورا هر نوماند ته اصلي شرط وبولي او شورا ته د نالوستو کانديانو د ورتګ مخه په جدي ډول ونيسي.

◄ دا ليکنه باور ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *