تاند: افغان حکومت د قطر بین الافغاني غونډې ته خوشبیني ښودلې او هیله یې ښکاره کړې ده چې تر راتلونکو دوه میاشتو به حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته سره کېني.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د سولې خبرې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په هڅو مثبت لوري ته روانې دي، خو په وینا یې حکومت د قطر افغاني غونډې پریکړه لیک کې د اسلامي جمهوریت او بیان ازادۍ په برخه کې ملاحظات لري: ((د افغانستان نظام اسلامي دی او هیڅوک پرې د نیوکې حق نه لري.))
د قطر بین الافغاني ناسته وړمه شپه ناوخته پای ته ورسېده او ګډونوال یې د سه شنبې د ورځې په ماښام هېواد ته راورسېدل.
دغې ناستې د سولې د راتلونکې په اړه هیلې زیاتې کړې دي او افغان حکومت، امریکا او نړیوالو یې هرکلی وکړ.
