تاند:ترکي حکومت د فتح الله ګولن د ملاتړ په جرم له ۲۰۰ څخه د زیاتو پوځیانو د نیولو امر کړی دی.
د استانبول امنیتي چارواکو ویلي، دمګړۍ دوی ته د ۱۷۶ پوځي منسوبینو د نیولو امر شوی دی چې په کې تورن، جګتورن، ډګرمن او ډګروالۍ تر رتبو پورې پوځیان شامل دي.
چارواکي وايي، په ازمیر کې هم د ۲۰ حاضر خدمت، پنځو متقاعدو پوځیانو او لسو ښاریانو د نیولو امر شوی دی.
د اردوغان حکومت وړم کال راهیسې چې پر نوموړي ناکامه کودتا شوې ده، د فتح الله ګولن اړوند بنسټونو باندې بندیز لګولی او د پلوۍ په تور یې تر اوسه زرګونه کسان نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *