تاند: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړی شیر محمد عباس ستانکزی وايي، امریکایانو سره یې د سولې په خبرو کې د اختلاف هیڅ ټکی نه شته.
قطر کې طالبانو سره د امریکایانو اووم پړاو خبرې پرون سه شنبه ناوخته پای ته ورسېدې او ورسره سم د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چین ته سفر کړی دی.
شیر محمد عباس د اووم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته رسنیو سره خبرو کې ویلي، پر اختلافي مواردو هوکړه شوې او اوس د هوکړې د مسودې نهايي کېدل پاتې دي: (هر وخت چې مسوده نهايي شوه نو له رسنیو سره به یې شریکه کړو.))
له دغې غونډې وروسته زلمي خلیلزاد هم ویلي چې طالبانو سره په څلورو ټکو باندې خبرو کې پرمختګ شوی دی.
خلیلزاد زیاته کړې، کله چې پوه شو له افغانستانه نور امریکا ته ګواښ نه شته نو موږ به شرایطو ته په کتو له نظامي پلوه افغانستان پرېږدو.
