تاند: د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې لومړی وزیر عمران خان به یې راتلونکې میاشت د ډونالډ ټرمپ په بلنه امریکا ته ولاړ شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د عمران خان د سفر په اړه خبر نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټیګس ویلي، دوی نه دي خبر چې د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته راځي او نه هم دوی ته په دې تړاو کوم راپور ورکول شوی دی.
اورټیګس له خبریالانو سره خبرو کې ويلي، دوی به په دې تړاو له سپینې ماڼۍ سره تماس ونیسي چې ایا رښتیا هم عمران خان واشنګټن ته سفر لري که نه؟
نوموړې زیاته کړې ده، د عمران خان د سفر په اړه دوی هم اورېدلي دي مګر سپینې ماڼۍ ورته په رسمي توګه کوم پیغام نه دی ورکړی.
د اورټیګس په خبره دا نه شي تاییدولی چې عمران خان به امریکا ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم تر دې وړاندې ویلي وو چې راتلونکې میلادي میاشت کې د ټرمپ په بلنه امریکا ته ځي او دی به هلته د پاکستان په سفارت کې د څو ورځو لپاره د هوټل پر ځای دېره وي.
