عبدالرووف لیوال
د لرغونی مصر د سکندریې ښار د (سیدی غبر) په سیمه کې، کله چې انجینرانوغوښتل ودانیزې چارې مخ ته بوځي اومځکه یې کیندله، پنځه نیم متره ژور یې یو د ګرانیتو له تورې ډبرې جوړ تابوت وموند.
دا تابوت۱۰۴انچه اوږد-۷۲ انچه لوړ او۶۵ انچه سوروردی، د تابوت څنګ ته په ډبرینه مځکه کې تاقچې هم لیدل کیږي، د لرغونپوهانو په اند دا تابوت څه باندې دوه زره کاله لرغونتوب لری، درزونه یې د آهک، ګچو او سمنټو په کلکو توکو، کوشیر شوي، دا درزونه دومره کلک ول چې پرانیستل یې ناشونی بریښیدل، مخکې له خلاصیدو داسې انګیرل کیدل چې په دې تابوت کې به دتاریخ کوم نامتو کس لکه (اسکندر) خښ سوی وی، له خلکو سره داسې ویره هم پیدا شوه که هر څوک دا تابوت خلاص کړی په دردونکی عذاب به اخته شی، خوپه پای کې د مصر لرغون پوهانو دا تابوت په سختی سره خلاص کړ، که ګوری چې په تابوت کې درې مړی چې په ځانګړو توکو مومیایی شوی، پیدا شول چې ښایی د هغې دورې اتل سرتیری به وی، د دې تابوت تر خوا یوه د سپینو مرمرو نه جوړشوې مجسمه چې یواځې سر دی هم پیدا شوه چې ښایی د همدې هدیرې د څښتن به وی.
لرغونپوهان دا تابوت د (پتلویمیک) فرعون پیر پورې اړوند ګڼی چې دعیسی (ع) له زوکړې نه یې ۳۵ کاله وړاندې ژوند کاوه.
د تابوت په کښته مځکه کې سره بخون اوبلن مواد د وینې په شان ډند ول، اوځینو کسانو غوښتل دا اوبلن مواد د جادو یا سحر په توګه د عمر د اوږدوالی لپاره وڅښی، خو پوهانو یې ممانعت وکړ.
سرچینې :Ancient Architects او – Smithsonian Magazine