تاند: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر روغتیايي کارکوونکو د بریدونو زیاتېدو ته اندېښنه ښودلې او پر ښکېلو لوریو یې غږ کړی چې د مرستندویانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر مرستیالې ټوبي لینزر په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې درې بریدونو کې پنځه روغتیايي کارمندان وژل شوي دي.
د اوچا له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د ټوبي لینزر له قوله راغلي، د جولای په شپږمه او نهمه دغو بریدونو یوازې غیر حکومتي روغتیايي کارمندان په نښه کړي دي.
نوموړې زیاته کړې: (( افغانستان په جګړه کې ښکېل هېواددی او باید د مرسته رسوونکو د امنیت لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي.))
اوچا په خپله اعلامیه کې روښانه کړې نه ده چې دا بریدونه چیرته شوي او چا کړي دي، خو وړمه ورځ چارواکو تایید کړه چې میدان وردګو کې دوه روغتیايي کارمندان د پوځ په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
دغه راز د سه شنبې په ماښام هلمند لښکرګاه کې هم د یو ډاکتر د معاینه خانې مخته چاودنه کې پخپله ډاکټر عبدالقیوم ذکي ژوند وبایله او دوه نور عام کسان ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې هم سږني ۲۰۱۹ میلادي کال کې د بشري مرستو د رسونې برخې ۷۷ کارمندان مختلفو پېښو کې یا ټپيان شوي او یا تښتول شوي دي په داسې حال کې چې ۲۰۱۸ کال کې دا شمېره ۷۶ تنو ته رسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *