تاند: د کورنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې پولیسو په پروان کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې ۴۵۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت لخوا نن پنجشنبه د سرطان په ۲۰مه تاند ته را استولې خبرپاڼه کې راغلي، له تروریزم سره د مبارزې پولیسو یې تېره شپه د چاریکار ښار اړوندو کې ځانګړي عملیات کړي او ۴۵۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي يې نیولي دي.
خبرپاڼه وايي، دغه چاودېدونکي توکي تر ټولو خطرناک او زیات زیان رامنځته کوونکو بمونو کې کارېږي او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *