سرچینې: بېلا بېل
د حکیم الله مسید (مسعود) تر وژنې وروسته پاکستاني طالبان اوس په نوي امتحان کې دي، خو دا امتحان تر هغه پخواني ډېر سخت او حساس دی، چې د مشرۍ په ټاکنې پورې یوازې نه محدودېږي.
د راپورنو له مخې پاکستاني طالبان اوس دوو لویو غونډو ته اړتیا لري، چې په یوې کې یې خان سید (اوسنی سرپرست) خپل دایمي مشر وټاکي او یا یې پر ځای بل کس غوره کړي. په بله غونډه کې به پاکستاني طالبان له پاکستاني حکومت سره د سولې نیمګړې هڅې بیا له سره وارزوي.
پدغو غونډو کار روان دی، چې د طالبانو (مرکزي شورا) به پکې خپله پرېکړه اعلانوي او ټاکل شوې دا غونډې یوه یې په شمالي وزیرستان او بله یې په نورستان کې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
دې غونډې ته به له اورکزۍ ایجنسۍ، کرمې ایجسنۍ، ټانک او خېبر درې څخه طالب مشران ورځي او په مناسب وخت کې به له پاکستاني حکومت سره د سولې په نیمګړې طرحه له سره کار کوي.
د راپورنو په اساس د طالبانو د مرکزي شورا د پرېکړو لوړه مرجع ده، چې د مشهورو طالب قوماندانانو ګډ مجلس هم بلل کېږي.
دا پرېکړه شاید یو څه وخت ونیسي او دلیل یې دادی چې طالب مشران وخت پر وخت خپل ځای ځایګی بدلوي، څو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له هغو ګوزارونو خوندي پاتې شي، چې وړم ماښام یې پکې مشر حکیم الله مسید هم قرباني شو.
د فرانسې خبري اژانس ته طالب مشرانو په مرکو کې ویلي، چې دوی هره شېبه د همدغو بریدونو له وېرې د خپلو ځایونو د بدلولو په لټه کې وي، خو یو نیم وخت پکې ګیر راشي.
خو اټکلونه دادي چې د رازونو دغه افشا کېدنه به هم د طالبانو د تحریک له منځه ترسره کېږي، ځکه خو مرګنۍ او دقیقه وي.
په ورته وخت کې ویل شوي چې دویمه غونډه چې په نورستان کې به جوړېږي ګډونوال به ورته له سوات، بنیر، ملکنډ او مهمند ایجسنۍ څخه ور بلل کېږي او په یادو موضوعاتو به وروستۍ مشوره کوي.
د رهبرۍ جنجالي پرېکړه:
د حکیم الله مسید وژنه د پاکستاني طالبانو لپاره تر ټولو سخت ګوزار و، نوموړی وروسته له هغې وژل کېږي، چې پاکستاني طالبان د هغه هېواد له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته نږدې شوي وو.
دا په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو دریم مشر دی، چې وژل کېږي. له ده وړاندې ولي رحمن مسعود د ۲۰۱۳ کال په می میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو. له نوموړي وروسته د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې د پاکستاني طالبانو یو بل مشر لطیف الله مسعود ونیول شو، چې اوس ویل کېږي حکیم الله مسعود هم د نوموړي د معلوماتو په اساس د بې پیلوټه الوتکې د برید نښه ګرځېدلی، خو دا به وروسته کره کېږي.
لطیف الله مسعود د خان سعید نږدې ملګری او مشاور بلل کېږي، چې له ولي الرحمن سره هم نږدې پاتې شوی دی. لطیف الله مسعود په لوګر کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر پر پېنځمه ونیول شو. د نوموړي د نیول کېدو په اړه ویل کېږي، چې له افغان استخباراتو سره د سولې خبرو اترو په موخه ور روان و، خو له رسېدو د مخه امریکايي ځواکونو ونیوه.
په هر حال، د لطیف الله مسعود تر نیول کېدو وروسته ډېر زر پاکستاني طالبانو خپل بل مشر عبدالله بهار وټاکه، خو نوموړی هم د بې پیلوټه الوتکې د برید نښه وګرځېد او ووژل شو.
سمدستي خان سید د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی، خو نوموړی به دې ډلې ته له هغې وروسته لا ډېر اغېزمن مشر ثابت وي، چې له شته ننګونو سره مقابله وکړای شي. له یوې خوا د سولې نیمګړې خبرې او له بلې خوا د پاکستاني طالبانو د نیمکړو جنګي طرحو عملي کول، البته که د سولې خبرې بشپړې ناکامې شي. خان سید مشور په سجنا هم حکیم الله مسید ته یو وفاداره او نږدې کس پاتې شوی دی.
اوس د پاکستاني طالبانو لپاره دا ډېره سخته ده، چې باور وکړي، چې پاکستان او امریکا په سولې باوري دي، ځکه د سولې تر خبرو اترو وروسته د ګرځېدو پرمهال د دوی مشر وژل شوی او دا به دغو اړیکو ته حتمي سخت ګوزار وي.
په مستعار نوم مشهور سجنا (خان سید) په تېر اګسټ میاشت کې له حکیم الله مسعود (مسید) سره د سولې په اړه څو اړخیزې خبرې کړې وې، چې له ټولو پکې مشهورې او اغېزمنې د پاکستاني حکومت او خپلې ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره د طرحې جوړول وو.
هغه وخت چې خان سعید له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرې اترې پر مخ وړې، نو کټ مټ لکه د ولي الرحمن په شان حکیم الله مسعود هم د هغه تر زیات نفوذ او اغېز لاندې وو.
خان سید د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی دی او له ۲۰۰۷ میلادي کال راپدېخوا د تحریک طالبان پاکستان غړی پاتې شوی، چې له خورا نفوذ څخه برخمن دی.
د حکیم الله مسعود د دایمي ځای ناستي په اړه طالب کاندیدان دا مهال د طالبانو شورا ته خپل کاري پلانونه وړاندې کوي، چې پدغو کسانو کې یو هم حفیظ سعید دی. نوموړی دا مهال له اورکزی ایجنسۍ څخه د طالبانو په تحریک کې اغېزمنه څېره ده.
بله خوا د طالبانو سرچینو ایکسپریس نیوز ته ویلي، چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ د حکیم الله مسعود دایمي ځای ناستی غوره شي.
۳۳ کلن حفیظ سعید خپلې دینې زده کړې د کراچۍ په یوې دیني مدرسې کې کړې دي، چې په خېبر دره کې د طالبانو تر ټولو ناندریز جنګیالی بلل کېږي.
هغه د پاکستاني طالبانو په غورځنګ کې له مسعودو سره نږدې اړیکي لري او له همدې امله یې حکیم الله مسعود ته هم تر نورو ډېر درناوی درلود او نوموړي هم دده د دینې زده کړې تجربې ته په کتو د حفیظ درناوی کاوه.
د سوات د طالبانو مشر مولوي فضل الله د کاندیدانو په لست کې بل کس دی، چې دې پوست ته یې خپله علاقه ښودلې ده. نوموړی له ملکنډ څخه فعالیت کوي او ډېری جنګیالي یې د افغانستان په جنوب کې په جګړه بوخت دي.
پاکستاني طالبانو پدې لست کې یو بل احتمالي کاندید ته هم اشاره کړې ده، چې عمر خلیل قریشي بلل کېږي. نوموړی په مهمند ایجنسۍ کې د طالبانو تر ټولو لوی اغېزمن قوماندان دی.
یو شمېر راپورنو کې د قاري ولایت مسعود په نوم قوماندان ته هم اشاره شوې ده، چې د حکیم الله مسعود د تره زوی دی. نوموړی هم د احتمالي کاندیدانو په لست کې بل کس دی.
په هر حال لا د ډېرو نورو کاندیدانو نومونه د امنیتي ملحوظاتو له وجې پټ پاتې دي، چې ښکاره بېلګه یې د دوی د مشر حکیم الله مسعود نوم و، چې د نوموړي اصلي نوم اوس جمشید مسعود ښکاره شوی دی. پاکستاني طالبانو ویلي، چې مرکزي شورا به ډېر زر د خپلې پرېکړې په اساس یو وړ کس دې پوست ته وګوماري او نوموړی به ددې ډلې پالیسي پر مخ یوسي.
تر دې مشرانو وړاندې بیت الله مسعود د طالبانو هغه بل مشر و، چې په ۲۰۰۹ کال کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې له خپلې میرمنې سره یو ځای ووژل شو، نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني طالبانو تحریک له سختو حساسو شرایطو څخه په بریالیتوب وویست.
د پاکستاني طالبانو پخواني مشر مولوي فقیر محمد چې د باجوړ اوسېدونکی و حکیم الله مسعود د بیت الله مسعود تر وژنې وروسته یو ځل د مشرۍ له مقام څخه لرې کړی هم و، خو وروسته بېرته مرکزي شورا انتخاب کړ.
مولوي فقیر هم ددې کال په لومړیو کې په افغانستان کې د افغان استخباراتو له لوري ونیول شو او لا یې برخلیک پوره څرګند ندی.
د پاکستاني طالبانو اوسنی ټاکل شوی مشر خان سید پوره دیني او عصري زده کړې نه لري، خو په اوسمهال کې د نوموړي د ټاکل کېدو دلیل دا ښودل کېږي، چې په مخامخ جګړه کې ډېر زړور دی. نوموړی د بیت الله مسعود نږدې ملګری بلل کېږي.
خان سعید د جنوبي وزیرستان په کوزه خوا زنګره سرو روغ کې زېږېدلی او د مسعودو قبیلې د کوزې خوا شهابي خېلو سره تړاو لري. د طالبانو پخوانی مشر بیت الله مسعود هم په همدې سیمې پورې تړلی وو.
خان سید مشهور په سجنا ۳۷ کاله عمر لري او د وژل شوي مشر حکیم الله نږدې ملګری وو، چې په یو شمېر مرګنیو بریدونو کې یې د نوموړي ملا ورتړلې وه.