د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمدخان په مشرۍ د شاه توت بند پروژې د امنیت ټینګښت د بودیجې څرنګوالي په اړه جوړ شوي کمېسیون د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه وکړه.

دغه غونډه کې چې د کورنیو چارو، مالیې، ښار جوړونې او اراضۍ، اوبو برښنا، کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په کې ګډون درلود د شاه توت پروژې په استملاکي، امنیتي او مالي چارو بحث او خبرې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي محافظت مرستيال قیس باوري د شاه توت پروژې د امنیت لپاره چمتووالی وښود او ویې ویل چې د یادې پروژې د امنیت ټینګښت لپاره یې په یاده سیمه کې له اوبو او برښنا وزارت سره په ګډه سروې ترسره کړې او راپور یې د وروستۍ پریکړې لپاره وزیرانو شورا ته سپارلی دی تر څو د یادې پروژې د امنیت ټینګښت لپاره د اړتیا وړ پرسونل او مهماتو لپاره د بودیجې په اړه پریکړه وکړي.

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د استملاک رئیس شاه جهان جلات د شاه توت پروژې په برخه کې د ۶۷۰ جریبه ځمکې د استملاک خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه ځمکه به د یادې سیمې په ۱۶ کلیو و ویشل شي او د دغه خلکو لپاره به د لیږد لپاره لازم اقدامات وشي.

همداراز د اوبو او برښنا وزارت اداري او مالي مرستيال انجينیر خان محمد تکن د شاه توت پروژه یوه مهمه پروژه وبلله چې (۱۴۶) میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، ۲.۲ ملیونه وګړو ته به د څښاک پاکې اوبه او په پنځو کانالونه کې به (۴۰۰۰) هکټار کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.نوموړي زیاته کړه : د شاه توت پروژه چې د هند په مالي همکارۍ تر سره کیږي چې باید د ژر پیل لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د هند سفارت سره خبرې وکړي تر څو دغه مهمه او ملي پروژه ژر تر ژره پیل شي.

ماليې وزارت د شاه توت پروژې د امنیت ټینګښت لپاره د بودیجې په برخه کې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې یاد وزارت به د دغه پروژې له پیل سره سم د اړتیا وړ بودیجه د کورنیو چارو وزارت په واک کې ورکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت له ساختماني موادو څخه د ګټې اخیستې جواز ته په اشارې سره و ویل چې قراردادي شرکت ته د ټکس معافولو او یا هم کمولو صلاحیت نه لري او په دې اړه باید د کابینې په جلسه کې پریکړه وشي.

د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمدخان د مالیې او اوبو او برښنا وزارتونو ته دنده وسپارله چې د یادې پروژې په اړه تر تخنیکي بحث وروسته د اړتیا په صورت کې له بهرنیو چارو وزارت سره به ګډه د شاه توت پروژې د پیل په اړه په کابل کې د هند سفارت سره خبرې وکړي ترڅو یاده ملي پروژه ژر تر ژره پیل شي.

لومړي مرستيال همدارنګه و ویل چې قرادادي شرکت ته د ساختماني مواد د ټکس په اړه به یاده موضوع د وزیرانو شورا له لوري د کابینې جلسې ته وړاندې شي تر څو په دې اړه وروستۍ پریکړه تر سره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *