تاند: د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ولایت کې د کانکو ناروغي سږني ۱۳۹۸ کال کې د تېر په پرتله ۵۰ سلنه ډېره شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مدیر میرویس صالحي نن پنجشنبه ویلي، د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ورسره د کانګو (د خونریزۍ تبه) ناروغۍ ۶۰ پېښې ثبت شوي چې له دې منځه یې ۶ کسان مړه شوي دي.

د صالحي په خبره هرات کې له ۱۳۹۶ کال راهیسې د کانګو ناروغي مخ په پراخېدو ده: (( په ۱۳۹۶ کال موږ ۸۱ پېښې لرلې، په ۱۳۸۷ کې دا شمېره ۱۵۷ ته لوړه شوه، سږ کال مو اټکل کړی چې د کال تر پایه به له ۲۰۰ هم زیاتې پېښې ولرو.))

د صالحي په خبره تر دې دمه ورته په کانګو ناروغۍ اخته کسان زیاتره له انجیل، پښتون زرغون او ګذرې ولسوالۍ څخه ور وړل شوي دي.

کانګو هغه خونریزۍ راوستونکې تبه ده چې له کورنیو څارویو څخه په ویروسي ډول انسانانو انتقالېږي.

که څوک په دې ناروغۍ اخته وي او د هغه وینه، لیاړې او د بدن بل څه پر روغ انسان ولګېږي سمدواره ورسره په دې ناروغۍ اخته کېږي.

سردردي، سخته تبه، د ملا او هډونودرد، د سترګو سوروالی، زړه راجګېدل، ستوني درد او خپګان د دې ناروغۍ نښې دي.
کله چې دا ناروغي بیخي زیاته شي نود انسان له پزې وینه هم ورسره بهېږي او د بد پوستکي ته یې هم وینه راټولېږي.
د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر اوسه هیڅ ډول واکسین نه دی پیدا شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *