تاند: د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز تازه څېړنه وايي، د هېواد محاکمو د ځمکو پر سر د وګړو د لانجو د حل ظرفیت له لاسه ورکړی دی.
دغه مرکز نن پنجشنبه کابل کې یو رسنیز بحث کې په ډاګه کړه چې دا مهال په هېواد کې د ځمکو پر سر د لانجو اصلي لامل د ځمکو غاصبان، فاسد دولتي چارواکي او د هغوی سیمه ییز دلالان دي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی هادي ایوبي چې دغه څېړنه یې سرته رسولې ده وايي، د ځمکو پر سر لانجو کې پنځه کټګورۍ خلک ښکېل دي: ((دولتي فاسد چارواکي، دلالان یې، د لویو کورنیو زورور خلک، کډوال او ځايي خلک هغه ډلې دي چې زما په څېړنه کې د ځمکو پر سر د لانجو اصلي عاملان دي.))
نوموړي زیاته کړه، دغو ډلو په ګډه د ځمکو پر سر د لانجو کچه اوج ته رسولې او محاکم یې هم په اوارولو کې پاتې راغلي دي: (( دغه ټولې ډلې له خپل سیمه ییز زور نه په استفاده دولتي او غیر دولتي ځمکې غصبوي او بیرته یې په خلکو پلوري، خو کله چې ورپسې قانون هر څه تعقیبوي بیا دوی د دولتي مفسدو چارواکو په زور ځان خلاصوي، یا له غصب څخه لاسته ورغلې پيسې په محاکمو کې مصرفوي.))
په دې ناسته کې د ښار جوړونې وزارت د ځمکو پر سر د لانجو او شکایتونو د اورېدنې برخې رئيس وايي صیاد احمدي وویل، د ځمکو ۷۰ سلنه دعوې د ښاریانو تر منځ د ځمکو پر سر د لانجو اړوند دي.
نوموړی وايي، وروستیو کلونو کې له ۱۸ زرو زیات کسان د غصب په تړاو پېژندل شوي دي.
د ځمکو د غصب خبره په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې د ښار جوړونې وزارت وویل، شاوخوا ۳۵۰ ښارګوټي په غیر قانوني ډول جوړ شوي، په داسې حال کې چې ولسمشر غني د ځمکو د غاصبینو په تړاو جدي برخورد امر کړی و، خو لا هم لیدل کېږي چې ډېرې دولتي ځمکې نه دي راګرځول شوي او نه یې هم له غاصبانو سره حساب شوی دی.