ژباړن: رشيد نور
کله چې اور لګيږيږي نو د ويرې له لاسه له سړي دا هير وي چې اور وژونکې اله چېرې ده. دا خو پرېږده چې اور وژونکې اله څنګه استعمال کړي؟
نو که له تاسو هم د ويرې پر مهال لاسونه او پښې ورکيږي نو انديښنه مه کوئ، ځکه اوس يوازې يو ګلدان واخلئ او د اور د لمبو په لورې يې ګوذار کړئ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا کمپنۍ چې (چيل ورلډ وايډ) نوميږي او د سامسونګ ګروپ يوه برخه ده وايي چې دا «اور وژونکی ګلدان» يې له پوټازيم کاربونېټ نومي موادو څخه ډکه ده چې اکسیجن ختموي او په دې ډول اور وژني. کله چې دا ګلدان اور ته وغورځول شي نو د تَودخې له امله يې پردې چوي او هغه مواد ترې د باندې وځي چې اور وژني.
دا اله په خپله له پولي وينيل کلورايدو څخه جوړه شوې چې د ګلدان چاودنه کوم زيان رامنځ ته نکړي.
او هو دا تاسو د ګلانو د ګلدان په توګه هم کارولی شئ.
کار پوهان وايي چې د اور لګېدنې په لومړنيو مرحلو کې يوه اوروژونکې اله دومره کار کوي چې وروسته يې لوی لوی ماشينونه نه شي تر سره کولای خو د اورلګېدنې پر مهال ډير کله له خلکو هير وي چې د اور وژنې اله يې چېرته ايښې او څنګه کارول کيږي؟
دوی وايي ځکه يې د اور وژنې دا اله د ګلدان په شکل جوړ کړې چې خلک ورته په هر حالت کې لاس رسی ولري.
د جنوبي کوريا د اورلګېدنې ملي اداره وايي چې په ۲۰۱۷ کال کې په ټول هېواد کې د اورلګيدنې د پېښو نږدې ۶۰٪ په کورونو کې رامنځ ته شوي دي چې ۲۰۰۰ کسانو ته يې مرګ او ژوبله اړولې ده.
دوی وايي که څه هم د اوروژنې او د لوګي پېژندنې الې د اوسنۍ نړۍ د کورونو يوه مهمه اړتيا ده خو په جنوبي کوريا کې لا ۴۹٪ سلنه کورنۍ دا الې نه لري.
دا کمپنۍ وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې يې څه باندې يو لک اوروژونکي ګلدانونه خرڅ کړي او تمه لري چې سږ کال هم په همدې اندازه پلور ولري.
پارک جېجانګ چې يوه اورو وژنکی ګلدان يې اخيستی و رويټرز اژانس ته وويل «زه اوس ډاډه يم چې دا اله په خپل کور او دفتر کې په بې غمه زړه کارولی شم، حتی که زه په کور کې هم نه يم زما مېرمن او ماشومان هم د اړتيا په صورت کې دا اله کارولی شي.